د پښو د بد بوی د له منځه وړلو لپاره اسانه طریقې

۱-پښې مو د مالګې په اوبو سره پرېمنځۍ : دوه ګیلاسه اوبه د یو ګیلاس سرکې او یو ګیلاس ملګې سره ګډې کړئ او د دوو هفتو لپاره هره ورځ د ۱۵ د قیقو لپاره خپلې پښې په دغه اوبو کې کښیږدئ تر څو مو د پښو بوی ورک شي.

۲- د مڼې د سرکې څخه استفاده وکړئ: دوه ګیلاسه د مڼې سرکه د دوه ګیلاسه تودو اوبو سره ګډه کړئ او د ۲۵ دقیقو لپاره خپلې پښې پکښې ونیسئ وروسته د ۲۵ دقیقو څخه خپلې پښې يه یخو اوبو سره پرېمنځۍ.

۳-د نخي جرابو څخه تر ډیره استفاده وکړئ.

۴- د ماشومانو د بدن د پوډرو څخه استفاده وکړئ: یوه بله اسانه طریقه د پښو د بد بوی د له منځه وړلو لپاره داده چې د ماشومانو پوډر په خپلو بوټونو کې واچوئ ځکه دا پوډر د خولې مخنیوی کوي .

۵- د هوږې او شاتو څخه استفاده وکړئ: پنځه دانې هوږی میده کړئ او د ۲ یا ۳ کاچوغو عسلو سره یې ګډې کړئ د ۱ ساعت لپاره یې پر خپلو پښو ووهئ او وروسته مو پښې په ګرمو اوبو سره ېمنځۍ.

۶- پښې مو د باکتریا ضد صابون باندي همېشه مینځئ.

ژباړه: عایشه عزیزي