دغه میوه څومره چې ښایسته دی له هغې څو چنده زیاته روغتیايي ګټې لري. دغه میوه یو شمیر ویټامینونو لرلو سربیره انټي اکسایډنټس له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي.
د بدن دفاعي نظام غښتلی کوي
د روغتیايي کارپوهانو په وینا ځمکنی توت د ویټامین سي (Vitamin C) ترلاسه کولو لپاره کوم چې بدن په خپله جوړولو وړتیا نه لري یوه غوره ذریعه ده او له همدې امله د دغې ویټامین ترلاسه کول د غذايي موادو له لارې ډیر زیات اړین دی. ویټامین سي د بدن دفاعي نظام غښتلی کوي. د کلیفورنیا د پوهنتون د څیړوونکو په وینا که چیرې د یوې مودې لپاره په ورځنی ډول ځمکنی توت استعمال شي نو په دغه میوه کې شته انټي اکسایډنټ وړتیا د وینې برخه ګرځي.
د سترګو روغتیا لپاره
دغه میوه سترګې د ملغلرو له ناروغۍ څخه کوم چې په زیات عمر کې د سترګو د لید ختموي مخنیوی کې مهم رول لوبوي. زمونږ سترګې د دې لپاره چې د لمر له خطرناکو او مضرو وړانګو څخه کوم چې د سترګو د قرنیي برخې پروټین زیانمنوي څخه ژغورلو لپاره ویټامین سي ته اړتیا لري. ویټامین سي د سترګو قرنیه او پرده پیاوړی کولو دنده هم پر غاړه لري.
د سرطان په وړاندې ګټور دی
ویټامین سي هغه څه دی چې د سرطان مخنیوی لپاره هم ګټور دی. دغه ویټامین د بدن دفاعي نظام غښتلی کولو سره د مختلفو ناروغیو په وړاندې دفاع او مقاومت کوي. د یوې څیړنې پر بنسټ په ځمکنی توت کې شته ایلاجیک اسید (Ellagic Acid) نومې ګټور مواد د سرطان ضد خاصیت لري او د سرطاني حجراتو د زیاتیدو او پرمختګ مخه نیسي.
مضر کولیسټرول له منځه کموي
ټوله نړۍ کې د زړه ناروغي زیات شمیر خلک د مرګ په خوب ویده کوي او په ځمکنی توت کې د زړه روغتیا بهتره کولو وړتیا شتون لري. ایلاجیک اسید (Ellagic acid) او فلیونویډز هغه انټي اکسایډونه تولیدوي کوم چې د زړه روغتیا بهتره کوي، په وینه کې د مضر کولیسټرول په وړاندې کوم چې په شریانونو کې وینه ټینګ کوي مبارزه کوي. د یوې کاناډايۍ څیړنې پر بنسټ په خوړو کې د ځمکنی توت استعمال انسان د زړه او شکر له ناروغیو ژغوري.
عفونت کی کمی
په ځمکنی توت کې شته انټي اکسیډنټ او نور ګټور مواد د عفونت (ګزک) اغیز کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. هارورډ د عامې روغتیا مرکز یوې څیړنې ثابته کړه چې هغه میرمنې چې په اونۍ کې ۱۶ یا له دې څخه زیات ځمکني توتان خوري نو په هغوي کې د پښتورګو عفونت ۱۴٪ کميږي.
د وینې فشار نورمال ساتي
په ځمکنی توت کې پوتاشیم یوه بله ګټوره ماده ده چې نه یوازې د وینې فشار کنټرولوي بلکه د وینې لوړ فشار په کمولو کې هم مرسته کوي. د وینې فشار، مضر کولیسټرول او عفونت څخه ساتنې سره دغه میوه د زړه روغتیا لپاره یو له تر ټولو غوره میوو څخه ګڼل کیږي.
د بدن فایبر زیاتوي
فایبر د خوړو هضم لپاره ډیر اړین دی او په ځمکنی توت کې دغه ګټوره ماده په ډیره زیاته اندازه پیدا کیږي. په بدن کې د فایبر د کموالی له امله د قبض او کولمو د عفونت خطر زیاتيږي. فایبر د دوهم ډول شکر په خلاف هم مبارزه کوي ځکه چې فایبر په وینه کې د قندي موادو جذبولو عمل سستوي.