د ځواني دانې

لیکوال : زکریا رحیمي

د (acne vulgaris) په نامه هم یادیږي. د پوستکي اوږدمهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کیږي کله چې د وېښتو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غوړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي. ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې یا بخار او غوړ پوستکی ده مګر ځینې وخت ټپ هم پکې رامنځته کېدای شي. په بنسټیزه توګه په پوستکي کې، د سینې په پاسه برخه کې، په مخ او په ملا کې د غوړو مرغړي تولیدیږي. کله چې ناروغ په خپل پوستکي ځوانکۍ وګوري نو لوړې کچې تشویش، خپل ځان ته کم احترام، ډېپرېشن او د خودکشي کولو فکرونه پکې پیدا کیږي.

تقریبا ۸۰ % د ځوانۍ د دانو لامل جنتیکي ګڼل شوی. تر اوسه مالومه نده چې د خوړو رژیم، لمر ته د پوستکي څرګندتیا، د سګرټو څکول او د نظافت پاملرنه نه کول د ځوانکیو د پیدا کېدو لامل ګرځي او که نه. د بلوغیت پر وخت په دواړو نر او ښځه کې د ځواني دانې د هورمون کچه کې لوړوالی رامنځته کوي لکه د (testosterone) جنسي هورمون. په پوستکي باندې د (Propionibacterium acnes) باکتریا پیدا کېدو لامل ګرځي.

د درملنې لپاره یې زېاتې طریقې موجودې دي لکه د ژوند کولو په طریقه کې بدلون، درمل او نور طبي بهیرونه. لکه د بورې په څېر ساده کاربویاډرېټ خوړل ممکن ګټه وکړي. د پوستکي په سطحه کارېدونکي یې (azelaic acid, benzoyl peroxide, and salicylic acid) دي. له دې پرته انټي بیوتیک او ریټینوایډ (retinoids) هم شته کوم چې په پوستکي کاریږي او یا د خولې له لارې خوړل کیږي. خو انتي بیوتیک کارونه ممکن له انتي بیوتیک سره د مکروب مقاومت زیات کړي. په ښځو کې ځینې د اومیندوارۍ د مخنیوي درمل هم د ځوانکیو مخنیوی کولای شي. که چېرې ځوانکۍ خورا زېاتې وي نو د (Isotretinoin pills) ګولی یې د درملنې لپاره اغیزمنې دي مګر په هغه وخت کې باید ناروغ ته ورکړل شي چې نور درمل یې مخنیوی نشي کولای او یا هم د زوانۍ دانې یې خورا زېاتې وي ځکه چې دا درمل خورا زېات بد اغیز (side effect) لري.

په ۲۰۱۵ کال کې، په ټوله نړۍ کې تقریبا ۶۳۳ میلیونه کسانو د زواني دانې لرلې او د نړۍ په ۸ عامو ناروغیو کې یوه ناروغي وه. د زواني دانې معمولا په کم عمر کې پیدا کیږي خو کم شمیر د زیات عمر کسانو کې هم پیدا کیږي.