د ځینو خلکو رګونه ولې د ځینو نورو په پرتله ډير پړسېدلي وي؟

رګونه د انسان په بدن کې د وینې د لیږد کار کوي چې تر ټولو اړین دي، په رګونو کې د وینې بندش یا خرابوالی د هرې ناروغۍ رامنځته کېدلو بیناد دی، د زړه، شکر، فالج، فشار، ویښتان تویېدل، ستړیا، ستومانتیا او داسې نورې ډيرې ناروغۍ په رګونو کې د وینې ناسم چلند له کبله رامنځته کیږي.

 

خو ځینې کسان به مو لیدلي وي چې رګونه یې د نورو په پرتله ډیر پړسیدلي وي، که څه هم دې ته زیاتره خلک تر هغې پاملرنه نه کوي تر څو یې په سمدستي ډول د بدن رګونه وپړسیږي، په دې تړاو مو ځینې لاملونو ته مو پام را اړوو.

 

که چیرې مو په سمدستي ډول د لاس یا پښو رګونه وپړسېدل نو ډیر د فکر وړ خبره نه ده، په عام ډول پړسیدلي یا غټ رګونه د ښې روغتیا نښه ګڼل کیږي، خو ایا د رګونو پړسوب د کومې ناروغۍ خوا ته اشاره ورکوي؟

 

لاملونه یې:

 

پوستکی: ځینې مهال د سپین رنګه کسانو په پرتله د تور یا غنم رنګه کسانو د بدن رګونه زیات غټ یا پړسیدلي وي، همدا ډول د ډنګر کسانو رګونه هم نسبت چاغو ته ډیر پړسیدلي وي، د پوستکي نری والی هم یو لامل کیدلی شي، ویل کیږي چې د عمر په زیاتېدلو د پوستکي لاندې غوړ کمیږي چې له کبله یې رګونه په پوستکي غټ ښکاري، همدا لامل دی چې د کشرانو په پرتله د مشرانو رګونه ډیر زرغونه او پړسیدلي ښکاري، یوه بله په زړه پورې لامل دا هم کیدلی شي چې د ځینو خلکو رګونه په طبیعي ډول پوستکي ته ډیر نږدې وي.

 

ورزش: د ورزش کولو پرمهال کله چې د بدن غړي په حرکت راشي او بدن کې وینه په چټکۍ سره حرکت پېل کړي د انسان رګونه زرغونه کیږي، او په رګونو کې د وینې چټکتیا او پوره رسېدل د غوره روغتیا نښه ده.

 

امیندواري: د امیندوارو میرمنو د نورو په پرتله رګونه ډیر پړسیدلي وي، لامل یې دادی چې په دغه مهال کې رګونه په چټکۍ سره ګردش ته اړ کیږي، په اسانه اصطلاح چې د عامو میرمنو په پرتله د امیندوارو میرمنو رګونه زیات کار کوي چې له کبله یې رګونه پړسیږي، د بچي زیږیدلو نه وروسته عام حالت ته راځي.

 

بدني کمزورتیا: په بدن کې د غوړ کچه کمېدل او یا نوره کمزورتیا د رګونو پړسیدلو لامل کیږي، د ډنګر او کمزورو کسانو د پوستکي لاندې غوړ کم وي چې رګونه یې د نورو په پرتله زیات پړسیدلي وي.

 

یادونه: که د رګونو پړسیدلو پرمهال مو بدن کې د سینې درد، په ساه اخیستلو کې ستونزه، د رګونو شاوخوا پړسوب او ځینې نورې نښې څرګندې شي باید ډاکټر ته رجوع وکړل شي، ځکه چې دا د نورو ناروغیو خوا ته اشاره ده.

کاپي…