د څېرې په اړه ۳ جالب حقايق چې تر اوسه پرې نه پوهېدئ!!!

ژباړه: ظاهر عمار

۱- د پوزې اندازه او بلندپروازي:
په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې د پوزې د ۱۷۰۰ عکسونو تر مطالعې وروسته يوه څېړنه خپره شوه. څېړونکو د پوزې ۱۴ مختلف شکلونه مطالعه کړي وو او د هغو له مخې يې مختلفې شخصيتي ځانګړنې معلومې کړې وې. څېړونکي متوجه شوي وو، څومره چې پوزه غټه وي، د فرد بلندپروازي هم زياته وي. دغه ډول افراد کمال ګرايۍ ته ډېر تمايل لري. څېړونکو حتا د پوزې نوکه هم مطالعه کړې وه او دا نتيجه يې ترلاسه کړې وه چې هر څومره غټه او غوښنه وي، فرد غوره پانګه اچوونکی او سرمايه دار وي. او که د پوزې نوکه وړه او ظريفه وي، فرد سپما او پس انداز ته ډېره توجه نه کوي!

۲- د شخص مسلک، د څېرې د عکس له مخې:
موږ چې کله عکس اخلو، خپله څېره ښي يا چپ طرف ته اړوو ځکه فکر کوو له دې زاويې جذاب ښکارو. د جنوبي آسټراليا پوهنتون د څېړونکو د يوې څېړنې پايله ښيي چې د مخ اړولو دلايل تر جذاب ښکارېدو ډېر ژور دي. انجينران، رياضي پوهان او کيمياپوهان اکثر د خپل مخ ښي طرف کيمرې ته اړوي، په داسې حال کې چې هنرمندان او ارواپوهان د خپل مخ چپ طرف کيمرې ته مخامخ کوي. همدا ډول دغه مورد کې د جنسيتونو ترمنځ هم توپیر دی. اکثريت ښځې خپل سر ښي طرف ته کوږوي او د خپل مخ چپ طرف ښيي. څېړونکي په دې نظر دي چې د مخ چپ طرف ډېر جذاب ښکاري ځکه د مغز ښي طرف يې کنټرولوي چې د احساساتو مسئول دی!

۳- د څېرې يا مخ شکل:
هغه نارينه چې د وجود د تستوسترون کچه يې لوړه وي، د مخ کاسه يې پلنه او د غومبرو هډوکي يې راوتي وي. د دې هورمون کچه د فرد له عصبانيت، قدرت طلبۍ او سرکښۍ سره مستقيمه اړيکه لري او ښځې په لاشعوري شکل دا ځانګړنې په نارينو کې احساسوي.