د پروټينو ترلاسه کولو ښه خوراک
چرګ پروټين لري چې دغه پروټين د عضلاتو په جوړولو/پياوړي کولو کې مهم رول لوبوي.
پروټين له دې سربېره د هډوکو په جوړولو کې هم برخه اخلي او له بدن څخه زهري مواد وباسي.
د ارامۍ احساس
په چرګ کې امینو اسید ترايپتهون موندل کېږي چې انسان ته د ارامۍ او سکون احساس ورکوي. د چرګ له خوړلو سره په مغزو کې د سیروټونین د کچې د لوړوالي شونتیا وي چې د انسان په طبعیت (مزاج) باندې مثبت اغېز پرېباسي.
د ناروغیو خلاف مزاحمت کول
چرګ د سیلینیم د ترلاسه کولو ښه وسیله ده. دا داسې انټي اکسیدانت دی چې د عمر د زیاتوالي پورې تړلو ناروغیو لکه جسمي کمزورۍ، د وینې د شریانونو او د مغزو پورې د تړلو مسئلو(ناروغیو) په مخه نیولو کې مرسته کوي.
د کولیسټرولو د کچې کمول
چرګ ویټامین بي ۳ لري. دغه ویټامین بدن کې شته کاربوهایډریټ په انرژۍ بدلوي.
همداراز بدن کې د روغتیا له پاره د زیان رسوونکو کولیسټرولو کچه کموي چې په دې سره د زړه د ناروغیو ګواښ کمېږي.
یادونه: چرګ ډېرې ګټي لري؛ خو احتیاط هم اړین دی. د چرګ د پخولو له پاره زیاتې تودوخې ته اړتیا ده. چرګ ښه سم پوخ کړئ، داسې چې کوم ځای يې خام پاتې نه شي؛ ځکه خام خوړل يې روغتیا ته زیان رسوي.