د ښایست او ډنګروالي لپاره د ځمکني توت ګټې

لیکنه: حمیدالله حمیدي-

ځمکني توت د سرطان په مخنیوي، د مفاصلو د التهاب د پاکوالي او نقرس ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خورا ګټور دي. دا چې دغه مېوه په خپل ترکیب کې پل فنول او په زیاته کچه انتي اکسیدان لري، نو په ټوله کې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي او د پوستکي لپاره ګټه رسوي. دغه مېوه زړه ته ورته جوړښت لري، پخه یې خوږه او خامه یې تروش خوند لري. د نړۍ په ډېرو  هېوادونو کې یې کرل رواج دي. په زیاته کچه وېټامین سي، وېټامین کا، پوتاشیم او مګنیزیم لري. زړه، سترګې، پوستکی، هډوکي، وېښتان او غاښونه روغ ساتي. د زړښت، سرطان، شکرې، مغزي سکتې، لوړ فشار او معدې ناروغیو مخه نیسي. د هاضمې سیسټم پیاوړی کوي، د مفاصلو دردونه له منځه وړي او د اعصابو له پیاوړتیا سره مرسته کوي. که په خوړلو کې یې اصراف وشي، جانبي عوارض رامنځ ته کوي. د بېلګې په توګه، نس ناستی، د معدې ناروغي، ژېړی او تبه پیدا کوي، چې په بډوډو کې د ډبرو د پیدا کېدو لامل هم کېږي. د دې لپاره چې د بدن لپاره مو یې ګټه کړې وي او په ناروغیو یې اخته کړي نه وی، نو ښه ده چې په خوړلو کې یې له انډول څخه کار واخیستل شي.