د ښه استاد  اته ځانګړنې

لیکنه: عبیدالله سهاک – د پوهنتون استاد

موږ او تاسو ته به د پوهنتون او مکتب په دوره کې ډېرو استادانو تدریس کړی وي؟! ولې د بعضو استادانو خبرې، خوی، حرکات او کړنې تر اوسه زموږ په ذهن کې پاتي؟ ډېری استادان به مو لیدلي وي، چې دوی ښه پوهه او علمي استعداد لري؛ خو له دې سره سره ولې یو شمېر زدکړیالان/زده کونکي ترې ناراضه وي؟ آیا تاسو استاد/ښونکی یاست؟ که مو ځواب هو وي؛ لاندې لیکنه راسره ولولئ او په تدریسي بهیر کې ترې ګټه واخلئ.

 

۱- د بوخت زدکړیال / زده کونکي پام ځانته واړوئ

 

په ټولګي کې د ناستو زدکړیالانو موخې، خویونه او لیدلوري یو ډول نه وي، په دوی کې داسې کسان موندل کېږي، چې اصلا موخه یې زده کړه نه؛ بلکې ځان له پوهنتون/مکتب څخه فارغول وي، نو دا طبعي ده، چې دوی به په ټولګي کې په نورو کارونو بوخت وي، لکه؛ فیسبوک، نورو ته مزاحمت کول، بې ځایه خنداکول…، پام! چې همدغه ډول زدکړیالان/زده کونکي له نورو مخکې ستاسو ( استاد ) منفي نقطې تر نورو رسوي. نو استاد باید په ټولګي کې تل د دغسې زدکړیالانو/زده کونکو د کنترول هڅه وکړي او پام یې د ځان لوري ته واړوي.

 

۲- له زدکړیالانو / زده کونکو سره په اړیکو کې افراط او تفریط مکوئ

 

په غالب ګمان په څلورم سمستر کې به وم، چې زما یوه ټولګیوال له استاد څخه پوښتنه وکړه، استاد د پوښتنې ځواب ورکړ؛ خو زما ټولګیوال سترګه ووهله او د فساد په موخه یې له استاد څخه بله پوښتنه وکړه، استاد بیا په خبرو پیل وکړ، په دې سره په ټول ټولګي کې محصلینو پټ خندل؛ خو استاد نه پوهېده، چې پوښتونکی پوښتنې یوازې د وخت ضاېع کولو په موخه کوي. استاد ډېر نرم مزاجه و، ځکه خو یې محصل ناهیلی نشو لیدلی؛ خو که له بله اړخه ورته وکتل شي، د استاد همدا نرم مزاجي د دې سبب شوې وه، چې محصلینو په خپل منځ کې یوازې د خندا له پاره یو فرصت موندلی و. پورتنۍ خاطره د زدکړیالانو/زده کونکو او استاد تر منځ د اړیکو په افراط دلالت کوي. همدارنګه په یادو اړیکو کې تفریط هم نه ده پکار. په زدکړیالانو ډېره غوسه کول، د پوښتونکي ځواب نه ورکول، په ازموینه یې وېرول… دا ټول هغه موارد دي، چې د زدکړیالانو/زده کونکو او استاد تر منځ د اړیکو په تفریط دلالت کوي.

 

۳- خندا وکړئ؛ خو افراط پکې مکوئ

 

د خندا کولو اروايي ګټې به مو د ارواپوهنې په کتابونو کې لوستې وي؟! د ښه استاد څېره له خندا ډکه وي. له اروايي اړخه په ټولګي کې زدکړیال/زده کونکی زیاتره وخت په دوه حالتونو کې پوښتنې کوي؛ یو، کله چې د ټولګي فضا له صمیمیت او خوشحالۍ څخه ډکه وي، چې په دې حالت کې پوښتنې واقعي او حقیقي بڼه لري، دا هغه وخت امکان لري، چې کله د استاد په څېره کې محصلینو ته د خندا احساس وشي.

 

دوهم، د پورتنۍ خبرې عکس، یعنې په ټولګي کې د صمیمیت ځای کرکې، کینې، قهر او دیکتاتورۍ نیولی وي، په دې حالت کې له استاد څخه له کینې او کرکې ډکې پوښتنې کېږي، چې موخه یې یوازې د استاد ازمویل او ځورول وي. بعضې استادان فکر کوي، چې که دوی له دیکتاتورۍ، قهر او غوسې، بې ځایه امر کولو، جدیت کولو، له ټولګي څخه د زدکړیال/زده کونکي اېستلو او په ازموینه وېرولو له لارې کار وانخلي؛ نو د دوی حیثیت او وقار به خوندي نشي، چې دا کار په بشپړ ډول غلط ثابت شوی. نو استاد ته پکار ده، چې په ټولګي کې د صمیمیت فضا رامنځته کولو په موخه، له خندا ډک تدریس وکړئ؛ خو هېڅکله دې په خندا کې افراط نکوي.

 

۴- ظاهري څېره مو سمه کړئ

 

د تدریس پر مهال د ظاهري څېرې منظم والی تر ټولو اړینه موضوع ځکه ده، چې له پیل څخه تر پای پورې د زدکړیالانو/زده کونکو تر سترګو لاندې یاست. ستاسو د وجود هرې برخې ته یې پام وي، په ځانګړې توګه وېښتان او جامو ته مو. هڅه وکړئ، چې لومړی اودس وکړۍ او بیا ټولګي ته دننه شۍ، په دې سره به نه یوازې ستاسو ظاهري بڼه ښکلې وي؛ بلکې روحا به ارامه یاست.

 

۵- په حرکاتو کې مو چټکتیا را ولئ

 

د ګټونکو شخصیتونه له بایلونکو سره یو ستر توپیر په دې کې ده، چې ګټونکي تل چټک او بیدار حرکات لري. ښه استاد په ټولګي کې چټک حرکات لري، دوی په یو وخت کې هم خبرې کوي او هم تخته ( لیک دړه ) پاکوي؛ په هېڅ ډول وقفه نه مني. د یوې موضوع د واضح کولو پر مهال خپلو لاسونو ته د سم پوهاوي په موخه حیرانونکي حرکات ورکوي. د خطابې مېز تر شا ځان نه مېخ کوي؛ بلکې د زدکړیالانو/زده کوونکو پر وړاندې کله قدم وهي، کله ودرېږي او کله هم د یوې موضوع د جدي کولو او د زدکړیالانو/زده کوونکو د پام جلبولو په موخه تر درېیو ثانیو پورې چوپتیا غوره کوي… د چټکو حرکاتو درلودونکي استاد څخه په ټولګي کې هغه زدکړیالان/زده کونکي، چې نورو ته مزاحمت کوي؛ هم بې ځایه کړنې نشي تر سره کولی، ځکه چې د دې ډول ځانګړنې درلودونکي استاد ورباندې ژر پام کېږي.

 

۶- د تدریس پر مهال د ټولګي څلور لوري تر سترګو لاندې وساتئ

 

د تدریس او ټولګي اصول دا ایجابوي، چې استاد باید په ټولګي کې ناستو ټولو زدکړیالانو/زده کوونکو ته یو ډول نظر وکړي. د ښه استاد یوه بله مثبته ځانګړنه هم دا ده، چې د خبرو پر مهال د ټولګي هر لوري ته مخ واړوي؛ تر څو مخاطبین داسې فکر ونکړي، چې د استاد ورباندې پام نشته. د یادولو خبر دا ده، چې خبرې د پوهاوي یوازینۍ اصلي لار ده؛ خو مخاطب ته مخامخ کتل په پوهاوي او د خبرو په مؤثریت کې زیاته مرسته کولی شي.

 

۷- د زدکړیالانو / زده کوونکو تر منځ د جر او بحث زمینه مساعده کړئ

 

داسې استادان به مو ډېر لیدلي وي، چې د یوې ټاکلې موضوع په اړه خبرې پیل کړي، همداسې مخته روان وي، پرته له دې چې فکر وکړي، چې آیا زدکړیالان/زده کوونکي پوه شول او که نه؟ یو پر بل پسې موضوعات تشرېح کوي. د تدریس دا ډول په بشپړ ډول مؤثر نشي تمامېدی. ښه استاد زدکړیالانو/زده کوونکو ته د تشرېح شوې موضوع په اړه په خپلو منځونو کې د بحث کولو وخت ورکوي او تر څنګ یې د درېمګړي په صفت مدیریت کوي. دا کار د دې لامل کېږي، چې زدکړیالان/زده کوونکي په ټولګي کې د اړوندې موضوع په اړه ځان خپلواک احساس کړي.

 

۸- یو ښه راتلونکي ته یې وهڅوئ

 

هڅونه د بریا له پاره حیاتي رول لري. هغه استادان، چې له تدریس دمخه زدکړیالان/زده کوونکي یوې ښې راتلونکې ته هڅوي؛ تر ډېره بریالي ثابت شوي. په ټولګي کې د استاد مثبتې خبرې مثبتې او له خوښۍ ډکې انګېزې زېږوي.

 

ښه استاد ټولګي ته له ننوتو سره سم، داسې جملې له خولې اوباسي، چې له امله یې په ټولګي کې ناست زدکړیالان/زده کوونکي د خوښۍ احساس کوي.