د ښوونکو او زده کونکو ترمنځ د قوي اړیکو د ټینګښت لپاره څو ساده لارښوونې

ژباړه: نصیب جان یوسفي

دا خو ټولو ته بهتره معلومه ده، چې په ښوونیز سیستم کې ورځ تر بلې نوښتونه او اسانتیاوې رامنځته کېږي، ولې په افغانستان کې زموږ تعلیمي سیسټم ډېرې ستونزې لري، چې د پایلو پرته هيڅ توجه نه ده ورته شوې، تر هغه وخته چې زموږ تعلیمي سیسټم کې تغیرات را نشي او د عصر سره سم له نویو میتودونو او تګلارو کار وانخیستل شي، همداسې وروسته پاتې او نا خبره زدکړیز محصول به لرو.

 

غوره ښوونه د ښوونکو او  زده کونکو تر منځ قوي اړیکه ده:

 

د عصري زده کړې لپاره په لومړۍ مرحله کې باید د ښوونکو او زده کونکو ترمنځ ژورې او ښې اړیکې رامینځته شي. په حقیقت کې، ښوونکي باید په دې هڅه کې وي، چې د زده کونکو سره د یو څو ساده ستراتیژیو په درلودو، ځان عیار کړي تر زده کوونکي درسونو کې علاقه پیدا کړي. غوره ښوونکی هغه څوک دی، چې د زده کونکو وړتیاوې کاروي. په حقیقت کې، ښوونکی باید د دې وړتیا ولري، چې د زده کونکو ظرفیت وپېژني او د زده کونکو وړتیا په درناوي او نزاکت سره په سم او مهم شرایطو کې وکاروي. ښوونکی دې ته اړ دی، چې د ښوونځي کال په پیل کې د زده کونکو باور ترلاسه کړي او ټولګی د زده کوونکي د ودې ځای جوړ کړي. تر څو د ښوونکي مثبتې اړیکې  د زده کونکي په ښوونه او روزنه کې لوی تاثیر ولري.

 

ټولګی باید له نفرتونه په امن وي:

 

که د ټولګي فضاء کرکجنه او متنفره وي، نو هلته ښوونه او روزنه سخته تمامیږي، او د وخت په تېریدو سره دغه حالات تکراري او ځورونکي وي، چې د ښې زده کړې لپاره لویه ستونزه رامنځته کوي. د تدریس په وخت کې ټولګي ته په کتو سره تدریس وشي، د ډول ډول میتودونو څخه کارو واخیستل شي، ترڅو ټول زده کوونکي درس ته راجلب کړي. زده کړییز ساعتونه باید د زده کونکي لپاره غوره وخت وي او باید داسې ډیزاین شي، چې زده کونکي د ښوونکي له تدریس څخه ستړی نه شي. په حقیقت کې ښوونکی اړ دی، چې د زده کونکي وړتیا درک کړي او د هغوی مطابق د خپل تدریس چارې سمبال او پیل کړي.

 

په ډېرې لېوالتیا سره تدریس کول:

 

په ټولګي کې د ښوونکي لېوالتیا د زده کونکي په په روزنه او زده کړییزه برخه باندې خورا لویه اغېزه لرلی شي. دا باید په یاد ولرو، چې احساس یو ساري حالت دی او نورو ته په اسانۍ سره لېږدول کیږي. کله چې ښوونکی په لېوالتیا سره ښوونه کوي، دوی دا انرژي خپلو زده کونکو ته ورکوي او هغوی یې په مینه او لېوالتیا سره زده کوي. که چېرې ښوونکی د تدریس لپاره لېواله نه وي، زده کونکی به د زده کړې اخذ لپاره لېوالتیا ونه لري، او زده کړه به په بشپړ ډول غیرې اغېزمنه وي؛ ځکه چې موږ  یې اوس عملاً وینو، او زموږ په ښوونځیو کې ډېرې بېلګې لیدل کېږي.

 

زده کونکو ته د مثبت چلند لېږد:

 

ټول انسانان په ژوند کې ښې او بدې ورځې لري حتی ښوونکي هم. مګر دا د ټولو لپاره مهمه ده، چې په رسمي چارو کې په شخصي مسائیلو کې دخيل نشو او د کار په ځای کې بشپړ چمتو او ځواکمن ووسو. په حقیقت کې مسلکي چلند دا دی، چې یو ښوونکی په ژوند کې د بېلابېل ستونزو او مسائیلو سره، زده کونکو ته د خوښۍ ښودلو سره تدریس ته دوام ورکړي او دوی ته ګټور، عملي او تعلیمي انرژي چمتو کړي. په دغه عمل سره، ښوونکی باید زده کونکو ته په داسې ارامه او خوشحاله فضاء کې درس ورکړي، چې زده کوونکي بیخي داسې درک نه کړي، چې زموږ ښوونکی د ډېرو ستونزو سره مل او نا ارمه دی، ښوونکی سره باید دا فکر وي، چې زده کوونکي او درسي ساعت بغیر د کومې ګټې له لاسه ورنکړي. په یقین سره، دا تګلاره به د زده کونکو په ذهنونو کې مثبت بدلون راولي او زده کړه به اغیزمنه وي او د ښوونکو او زده کونکو ترمنځ به د قوي اړیکې لامل شي.

 

ښوونه او روزنه باید نه ستړي کیدونکې وي:

 

د ټولګي فضاء باید نه ستړې کوونکې ووسي، زده کونکي خوښ دي، چې لوست په خندا سره پیل کړي. په حقیقت کې ټوکیز او جالب موضوعات د زده کونکو ذهنونه د زده کړې لپاره فعال ساتي او دوی ته نوره انرژي ورکوي. د دې دلیل لپاره، په ځینو ټولګیو کې زده کونکي د وخت تېریدو ښه احساس نه کوي؛ ځکه چې د دوی لپاره ستړې کوونکې فضاء ده، دوی جامد ناست وی او حتی د خوب حالات ته هم ځي. زده کوونکي باید مختلفې ټوکې کړي. په تدریس کې ټوکې او طنز د زده کونکو لپاره د زده کړې ترټولو غوره عمل دی او ټولګي به دوستانه او بار بار د راتلو نه ستړی کوونکی چاپیریال ګڼل کېږي. د پایلې په توګه، ټوکې او طنز به د ښوونکي او زده کونکو ترمنځ قوي او د دوستانه اړیکې لامل ګرځي.

 

زده کونکي درس ته هڅول:

 

هر زده کونکی پوهېږي، چې دوی باید په هر تعلیمي کال کې د مضامینو منځپانګو لړۍ مطالعه او زده کړي. چې دا دوامداره تعلیم بلل کیږي او د زده کونکي په ذهن کې ناست وي. په حقیقت کې، مختلف میتودونه او درسي وختونه کولای شي، چې  د زده کونکي لېوالتیا او علاقه په لوست کې زیاته کړي. ټولګي باید د زده کونکو د ګډون سره تړاو ولري او ډېر برخه اخیستنه په مستقیم ډول د زیاتو زده کړو سره تړاو ولري. په حقیقت کې ښوونکی باید د درس ښودلو لپاره ډېر تخلیقي او بېلابېلې لارو په لټه کې وي، ترڅو زده کونکي د لوست سره علاقه پیدا او ډېر جالب شي.

 

په درسي بهیر کې د معلوماتي کیسو بیانول:

 

کیسې د زده کونکو په ذهن کې ډېرې پاتې کیږي. په اصل کې، د تدریس پر مهال د کیسې ویل کولای شي، د زده کونکو لپاره غوره، ژوره  او مؤثره زده کړه تمامه شي. د تاریخ او جغرافیې مضامین د هغو مضامینو څخه دي، چې د زده کونکو په ذهن کې یې ډېر په اسانۍ سره ځای نیسي او هیڅکله به هېر نکړل شي. په حقیقت کې کیسې کولای شي زده کونکو ته د درس نظرونه ښه روښانه کړي. د کیسې په هنر سره کولای شي، چې زده کوونکی له ستونزمن او نه پوهیدونکي منځپانګې سره وصل کړي. نو دا به ښه وي، چې د ښوونکي او زده کونکو ترمنځ قوي مواصلاتو لپاره په تدریس کې د دې تدریسي میتود څخه کار واخېستل شي.

 

په ورځنیو چارو کې د زده کوونکو برخه اخیستل :

 

د مختلفو مضامینو د تدریس: سربیره، ښوونکی باید زده کونکو ته د ژوند درس ورکړي. په حقیقت کې زده کونکو ته د مختلف فعالیتونو او دندو سپارلو سره ، ښوونکی کولای شي، چې زده کووکي با مسؤلیته او ډسپلین وروزي. دوی کولای شي په ټولګي کې د مختلف فعالیتونو په سرته رسولو سره د نورو ټولګیوالو په شتون کې ډله ایز کار سره بلد شي. په حقیقت کې ښوونکی باید د درسي کتابونو څخه بهر د غیر نصابي فعالیتونو په وړاندې کولو او ترسره کولو سره زده کونکو ته د ژوند او کلتور سمه لاره ښوونه وکړي.

 

د زده کونکو درناوی:

 

که څه هم زده کونکي د مهمو مسائیلو په اړه پوهه په لوړه کچه نلري، دوی لا هم د درناوي وړ دي او ډېره اړتیا ورته لري، با اخلاقه او نورو ته درناوي کوونکي ماشومان هغه دي، چې دوی ته درناوی شوی وي او د نېکو اخلاقو رویه ورسره شوې وي. که ښوونکی غواړې، چې د زده کوونکي لخوا یې درناوی وشي، نو ښوونکی باید لومړی د زده کوونکي درناوی وکړي. په حقیقت کې درناوی باید یو متناسب سلوک وي. مسلکي سلوک یو له هغه څخه دی، چې تاسې د زده کونکو سره په هر وخت کې درناوی او نږدې چلند کوئ. د ښوونځي په چاپېریال کې د ښوونکو او زده کونکو درناوی د تعلیم ترټولو مهم اصل دی.