د کسوف فلسفه

ليکونکې شېخ عبدالصبور صاحب.

 

  • کسوف د لمر توروالي ته وایي، داهغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله سپوږمۍ دلمر او ځمکې ترمنځ حائل شي.

دعربانو داعقیده وه، چې دکوم لوی سړي دمړیڼې له امله داپیښه رامنځ ته کیږي.

  • نبي علیه السلام وفرمایل: چې لمر او سپوږمۍ د الله له نښو نه دي، د چا د مرګ او ژوند له امله نه توریږي او د عربانو دا عقیده هم وه چې کله الله پربندګانو غوصه شي داپیښه کیږي

خو نبی علیه السلام داسې څه خبره هم نه ده کړې.

بلکې ویلي دي چې الله پرې بندګانو ته عبرت ورکوي او دا خبره چې اوس یې ځینې ناکاره خلک یې کوي چې خسوف او کسوف خو طبعي بیښه او حالت دی، نو دلمونځ او دعاء پکې څه ضرورت دی?

جواب دا دی چې د کائناتو نظام ټول د اسبابو او مسبباتو د سیستم لاندې عیار شوی دی، تیزه هوا، تیز لمر، شدیده یخني, سیلابونه دا ټول داسبابو لاندې رامنځ ته کیږي، خو طبعا ویره، تخویف او ډاریدل ورسره ملګري وي

که کسوف د یو طبعي سیستم له مخې رامنځ ته کیږي، لکن کائناتو کې یو کار هم دالله له ارادې پرته نه رامنځ ته کیږي

کائناتو کې هره غیر عادي پیښه هر رنګ احتمال لري، انسان چې کله پرنجیږي، او پرنجی په درسته طریقه اجراء شي، انسان ته ګټه رسوي، دلمرکسوف خو لوی شی دی، هوا، اوبه، سمندر، باران، واوره دا ټول د طبعي اسبابو له مخې رامنځ ته کیږي خو د خطر او د انسان د هلاکت اړخ هم لري.

  • مذهب د پیښو داسې تعبیر کوي چې انسانان ترې پند واخلي او اصلاح یې وشي، ماده پرسته خلک د پیښو مادي تعبیر کوي، ځکه چې نظریې له مادي چاپیریال نه اخوا نور کار نه کوي طبعي ده چې هغو به خامخا د پیښو مادي تعبیر کوي د مادې په شا چې کوم قوت دی د هغه د تصرف واک او اختیار نه سترګې پټوي.

د نیل رود په طبعي توګه بهیده، مصریې خړوبوه، خو بیا یې همغه مصریان ډوب کړل، چې په کلونو یې ورته ځمکې خړوبولې.

په طبعیت او اسبابو الله حکمراني کوي نو ځکه هره غیر عادي پیښه د ډارونې اړخ هم لري

دعاء او مونځ دانسان زړه ډاډه کوي خوف یې په اطمینان تبدیلوي،الله یې د دعاء او.مونځ په ذریعه له ضرر نه هم ساتي

  • دسائنس دترقۍ په دې دور کې دادی اوس اورو چې دکسوف وخت کې لمر خواته کتل ضرر رسوي،
  • یوه طبعې پیښه ده،خو دضرر اړخ هم پکې شته،
  • کسوف غیرعادي طبعي پیښه ده،فقط طبعي پیښه نه ده، بلکې غیرعادي طبعي پیښه ده
  • دماهرینو دا وینا که درست وي،چې دسباني کسوف دوران کې لمر ته کتل ضرر رسوي،نو دهغه ملحدینو استدلال ضعیف وګرزید،چې ویل به یې لمونځ او دعاء ته پکې څه ضرورت دی.