د کمپيوټر ځانګړتياوې

Properties of Computer
کمپيوټر د لاندې دريو ځانګړتياؤ لرونکی دی:

1:چټکتيا(Speed):

کمپيوټر يوه مسله  په ډيره لوړه چټکتيا حلوي.په ځينو حالاتو کې د يوه تن د څو مياشتو کار له يوې ثانيه څخه په لږه موده کې سرته رسوي.
د حقيقي مهال په سيستمونو کې لکه ددښمن د راکټونو د خنثی او دفع کولو په څير د سيستم په برياليتوب او ناکامۍ کې دوخت فکتور بنسټيز عامل دی او دکمپيوټر په چټکتيا کې ډير مهم دی.

2:دډاډ وړتيا(Reliability):

کومې پايلې چې دکمپيوټر په واسطه ښودل کېږي له ناسمۍ پرته او ډاډمن وي.البته نا سمې پايلې د ننه ايستل شوو او د ناسم پروګرام پايله ده چې موږ او تاسو يې کمپيوټر ته ورکوو.اصلاُد کمپيوټر غلطي زموږ او ستاسو غلطي ده.

3:دساتلو قدرت(Storage Capacity):

د کمپيوټر د ګټې اخيستو وړ ځايونو څخه يو هم د معلوماتو ساتل او د اړتيا پر مهال د هغوی چټکه ښودنه ده.کمپيوټر کولای شي چې د Dataلوی کميات ذخيره او وساتي.ساتل شوي Dataپه لوړې چټکتيا سره د ګټې وړ ګرځي.پهIS
(Information System) يا معلوماتي سيستم ونو کې د Dataد لويو کمياتو ساتل ډير مهم دي.
پورته درۍ ځانګړتياوې د صنعتي توليداتو د حجم په ډيرښت د نرخونو په لږوالي ،د چارو ،سوداګرۍ ،په منطقي او حسابي مسايلو کې دهوډنيونې کې مهم رول لوبولی دی چې په پايله کې يې په مارکېټونو کې د اړتيا وړ څيزونو نرخ تر ډيره بريده ښکته کړی چې هر څوک کولای شي له هغې څخه ګټه واخلي.//ژباړن:ب.بهیروردګ