د کېلې ۲۰ ښه او بد رازونه

د کېلې او انسان ډي این اې (DNA) ورته والی لري.

کېلې هم راډیو اکتیف دي. که ۵۰ کېلې وخورئ؛ داسې ده لکه چې یو ایکسرې مو اخیستې وي.

په کېله کې د انسان د بدن په شان د اوبو سلنه (فیصدي) زیاته ده. په حقیقت کې کېله په سلو کې ۷۵ له اوبو جوړه شوې ده.

کېلې په اصل کې سرې او شنې وې. خو دا ژېړې، چې نن سبا په نړۍ کې عامې دي، په ۱۸۳۶ م کال وموندل شوې.

دا مېوه ډېره ګټوره ده. حتي شرابیانو ته، چې ډېر الکول وڅښي او په سبا یې سردردي یا هېنګ اوور (hangover) لري، د سرخوږۍ د ختمېدو لپاره ګټه لري.

د کېلې پر پوستکي ښوېیدا اوږده سابقه لري. د نولس سوه نوي یمې لسیزې په پیل کې کېله د صحت لپاره بده ګڼل کېده.

که د ستریس او ذهني فشار ستونزه لرئ، لا ډېرې کېلې وخورئ چې درسره مرسته وکړي. ویل کېږي چې کېلې د ذهني پریشانۍ او نارامۍ درملنه کوي.

کېلې عموماً هغه مهال له ونو راشکول کېږي چې لا رسېدلې نه وي او شنې وي. بازار ته تر راایستلو وړاندې د ایتیلین (ethylene ) په وسیله پخېږي.

په کلیفورنیا کې د کېلو د کلب په نوم یو موزیم شته چې یولکو ۱۷ زره ډوله کېلې پکې ثبت شوي دي.

په دې مېوه کې یو ډول پروتین شته چې بدن یې په (serotonin) بدلوي او دا انسان ته د ارامښت ورکولو سبب کېږي.