د یخ په موسم کې ځانونه څنګه له یخ څخه وژغورو؟

ابوبکر مهاجر

په هیواد کې تقریبا هر ځای د یخ موسم پیل شوی دی او دانسان بدن هم داسي احساسوي چې ساړه پیل شوي دي. نو د یخ له منفي اغیز څخه د ځان ژغورلو په پار باید له ځینو تدابیرو څخه کار واخیستل شي.

کله چې د ستړیا احساس وکړئ نو سمدستي دمه کوئ

عموما خلګ داسي کوي چې په لږ ستړیا باک نه کوي او نه یې هم په احساسولو سره دمه کوي او همدا لومړۍ غلطي ده چې انسان یې په دې باب کوي. د ډېري بدني ستړیا نښه داده چې انسان زیات ارام ته ضرورت پیدا کړي.

د دې ستړیا نښه دا هم کېدلای شي چې د انسان مدافعتي نظام کمزوری شي، په ورته صورت کې دستي خوب ته توجه کوئ، که ډېر خوب نه وي نو لږ تر لږه د ضرورت په اندازه خوب خو اړین دی.

د بندي پوزي د خلاصولو لپاره د زیاتو مشروباتو استعمال کوئ

کله چې احساس کړئ چې له پوزي څخه په اساني سره ساه نشئ اخیستلای نو دا د دې نښه ده چې ستاسي پوزه څه لوندوالي ته ضرورت لري تر څو په پوزه کې د ساړو میکروب ځای جوړ نه کړي.

د ډېر یخ یا سکاوري احساس تر ټولو مخکي په پوزه کې کیږي، چې په نتیجه کې یې د بدن مدافعتي نظام په خوله کې ناړي ډیري پیدا کوي تر څو د ساړو میکروب په بدن کې پاتي نشي. د دې لپاره تاسي د زیاتو مشروباتو استعمال کولای شئ.

دماغي بوج مو کم کړئ

که مو د ورځني کار ډېروالی د ورځي تر آخر پوري ستړی کوي نو هم تاسي د سکاوري هدف ګرځېدلای شي. ډاکټران د دماغي بوج او ناروغۍ تر منځ په ارتباط موندلو کې ناکام شوي دي، مګر دا باید څرګنده وي چې زیات دماغي پرېشر د بدني ناروغۍ سبب ګرځېدلای شي.

په نیو انګلینډ جرنل جریده کې خپاره شوي خبرونه ښیي چې دماغي ستړي کسان اکثره د ناروغۍ شکایت کوي او د ډاکټرانو زیارت کوي.