د یو سالم اختر تېرولو لپاره ۱۰ غوره لارښوونې

تاسو ټولو ته دې نېکمرغه کوچني اختر مبارک وي. په دې اختر کې ځینې نوي خلک مونږ ټولو سره یوځای شوي او ځینې تللي دي، خو ژوند همدې ته وایي. پدې اختر کې خپل ټول غمونه او ګیلې هیرې کړئ او د زړه د خلاصه د خدائ شکر ادا کړئ. تېر کال روژې کې د ډیرې ګرمۍ له امله سږ کال هم خلک ډیر یریدلي وو، خو د خدائ په فضل او رحمت سره سږ کال روژه په ډیر ښکلي باراني او معتدله موسم کې راغلله، او په خیر و خیریت سره تېره هم شوه.

پدې اختر کې خپلې روغتیا ته ډیره پاملرنه وکړئ. د روژې په میاشت کې ستاسو د معافیت سیسټم بدلون مومي، ستاسو معده، کولمې او پښتورګي د روژې له سیسټم سره معتاد کیږي او د رمضان پای ته رسیدو سره سم موږ د بې پرهیزۍ ټول حدونه ماتوو. له کومه چې دا زموږ په بدن منفي اغیزه کوي. له همدې امله حتمن خوراک وکړئ خو په اعتدال کې. عموماً خورا خواږه او غوړ خواړه په اختر کې کارول کیږي. کوم چې ستاسې د یوې میاشتې په خواري یوازې یوه ورځ کې اوبه تیرولئ شي…

لاندې د اختر لپاره ځینې لازمي لارښوونې دي، که چیرې تاسو دې ته پاملرنه وکړئ، نو ستاسو د روغتیا لپاره ګټورې تمامیدای شي.

د اختر لپاره ځینې مهمې لارښوونې:

1. د اختر لمانځه ته د تګ دمخه، تاسو باید ساده او یو څه خواږه خواړه وخورئ.
2. د اختر لمانځه وروسته په لاسونو ستړي مشی او غیږه نیول د ساینسي لید له نظره طبي ګټې لري.
3. د اختر په ورځ وخت په وخت لږ لږ او سپک خواړه وخورئ او له ډیرو او ګډو وډو خواړو ډډه وکړئ.
4. د اختر په ورځ د ډیرو خواږو او ګازي څښاک څخه ډډه وکړئ.
5. هر څومره چې امکان ولري اوبه ډیرې وڅښئ.
6. د اختر په ورځ د خوړلو وروسته خوب کولو څخه ډډه وکړئ.
7. د شکرین توکو څخه مخنیوی وکړئ، ځکه چې دا کولی شي ستاسې د اسهال لامل شي.
8. په بازار کې د جوړو شویو مټایانو او سره کړو شیانو خوړلو څخه مخنیوی وکړئ.
9. د بې هضمۍ او نورو روغتیایی ستونزو د حل لپاره، شات په اوبو کې ګډ کړئ او په ورځ کې دوه ځله یې وکاروئ.
10. د هرو خواړو سره سلاد او مستې حتمن وکاروئ.

یادونه: دا لیکنه له کورونا وباء خپرېدو دمخه شوې ده، نو د دې لپاره د دوهم نمبر او ځینو نورو لارښونو کې له احتیاط څخه کار واخلئ.