څېړونکو په لابراتوار کې د سترګو د نظر لپاره داسې کوچنۍ شبکه جوړه کړه چې بنیادي حجرې یا سیلونه لري.
دوی هیله لري چې له دې شبکې څخه د هغو کسانو د بینا کولو لپاره کار واخلي چې د سترګو او مازغو ترمنځ یې عصبي ارتباط زیانمن شوی وي.
دوی همداراز وايي چې دا پرمختګ به سربېره پر دې چې د عصبي صدمو له کبله د نابینا شویو کسانو له درملنې سره مرسته وکړي د شبکیې د ودې او تکامل په اړه به د معلوماتو له زیاتېدو سره هم کومک وکړي.
په لابراتوار کې جوړه شوې کوچنۍ شبکیه د حجرو له رایوځای کولو څخه تولید شوې او دا شرایط د انسان په بدن کې د حجرو د طبیعي ودې د حالت په شان دي.
دا حجرې د انسان د سترګو او مازغو ترمنځ ارتباط ټینګوي.
په نړۍ کې د سترګو دا ناروغي ډېره عامه ده او نژدې ۷۰ ملیونه انسانان پرې اخته دي. دا ناروغي د انسانانو د ړندېدو دوهم عامل ګڼل کېږي.
کاپي تاند ویب