ذهني روغتیا څه ده؟
په ذهني روغتیا کې زمونږ احساساتي، اروایي او ټولنیزه روغتیا شامل دي. زمونږ ذهني روغتیا زمونږ په احساس، د فکر کولو په بهیر او عمل یا کړنو اغیز لري. ذهني روغتیا مو د سټرس اداره کولو، له نورو سره اړیکو جوړولو کې او د هر څه په انتخاب کې هم رول لري. ذهني روغتیا د ژوند په هر پړاو کې اړینه ده له کوچنیوالي تر ځوانۍ او تر پاخه عمره پورې ذهني روغتیا زمونږ په احساس کړنو او فکر خپل اغیز لري او زمونږ د ژوند لارې ټاکي.
که چېرې د ژوند په اوږدو کې د ذهني روغتیا ستونزې تجربه کړی نو په مزاج، فکر او چلند مو اغیز کوي. ډېر لاملونه شته چې د انسان په ذهني روغتیا اغیز لري په دې کې لاندې یاد شوي هم شامل دي:
– بیولوجیکي لاملونه لکه جېن او د مغز کیمیا.
– د ژوند تجربې لکه د ناوړه ګټو قرباني کېدل.
– د ذهني روغتیا کورنۍ مخینه.
په ۲۱ پېړۍ کې، په ذهني روغتیا کې ستونزې لرل ډېر عام دي خو درملنه یې هم شته او ډېری خلک بشپړ روغتیا تر لاسه کوي.
د ذهني روغتیا د ستونزو لرلو تر ټولو لمړي علایم:
– ډېر کم یا ډېر زیات خوراک او خوب.
– له چارو او خلکو لرېوالی کول.
– کمه انرژي یا هېڅ انرژي نه لرل.
– بې حسه کېدل یا داسې کېدل چې هېڅ ارزښت نه لري.
– نه تشرېح کېدونکي دردونه لرل.
– ځان بېچاره یا نا هیلی احساس کول.
– له هر بل وخت زیات د اعتیاد په لور تمایل لکه سګرټ، کافي، الکول، مخدره مواد.
– ګډوډ احساس لرل، هېرول، غسه، خپه، اندېښمن او ویره کې ځان احساس کول.
– له ملګرو او کورنۍ سره د چغو وهلو حالت کې خبرې کول، شخړه کول.
– نا څاپه په مزاج کې جدي بدلون کوم چې له نورو سره ستاسې په اړیکو اغیز لري.
– داسې فکرونه او یادونه زهن کې راتلل له کومو چې تاسې تېښته نشی کولای او تل مو ذهن کې وي.
– غږ اورېدل یا داسې څه باندې ذهن کې باور کول کوم چې حقیقت نه لري.
– ځان یا بل ته د زیان اړولو په اړه فکر کول.
– د ورځنیو چارو په تر سره کولو کې پاتې راتلل.
څوک چې ذهني روغتیا لري :
– خپلې وړتیاوې پېژندلی شي.
– له ژوند څخه رامنځته شوي سټرس سره مقاومت کولای شي.
هره چاره کې بوختیا یې یوازې بوختیا نه وي بلکې د وخت په اغیزمنه توګه کارونه وي او پای کې یې چارې یوه پایله لري.
– په خپله ټولنه کې له مانا ډک ګډون کوي (نورو ته د خدمت ذریعه وي)
که تاسې غواړی ذهني روغتیا مو سالمه له ستونزو لرې پاتې شي نو :
– که چېرې ستونزې لری په خپلسر درمل مه کاروئ له مسلکي ډاکټر څخه خپله درملنه پیل کړئ.
– له نورو سره د مینې او اخلاص پر بنسټ بې هدفه، بې تمې اړیکې ولرئ
– مثبت اوسئ.
– په فزیکي توګه فعال اوسئ (سپورت او ورځنیو چارو کې).
– له نورو سره تل مرسته وکړئ (انسان، بوټي او ژوي سره مرسته).
– په تیاره کې، داسې ځای کې چې شور نه وي تر ۷ ساعته خوب وکړئ.
– له هر څه سره د مقاومت لرلو وړتیا په ځان کې پیدا کړئ.