ذهني روغتیا

ډاکتر فریده هوډ سیفي

 

سا ایستل

تنفس د انسان د ژوند لپاره اساسي جز دي. له هرې ساه اخيستو سره هغه هوا چې له اکسيجن څخه ډکه وي سږو ته ننوځي او بيرته په ډيره اندازه کاربن داي اکسايد سره له سږو څخه بهر راوځې.

له سطحي تنفس سره لږ اکسيجن سږو ته ننوځې او دا حالت د بدن لپاره ډير سخت دي. کله چې انسان تريوه روحي فشار لاندي وي نو سمه ساه نشي اخستلي او سطحې تنفس کوي. په ځانګوي توګه کله چې انسان ډير خپه شي په غضلاتو کې يو ډول سختي رامنځ ته کيږي، سر خوږي، د انرژي د کموالي او نارامي حالت سبب کيږي .

 

که چیرته تاسو دا زده کړي چې څنګه کولي شي په نارمله  توګه ساه واخلي دي سره بيرته د بدن ټولو برخه ته پوره وينه او اکسجن رسي او رو رو بيرته خپل عادي حالت ته راځي. سر څوږي له منځه ځي او تاسو دخپګان په ځاي د ارامي حالت پيدا کوي.

ښه نو څنګه کولي شو خپل تنفس عادي حالت ته راوګرځو؟

راځي لومړي دا زده کړو چې څنګه کولي شي خپل تنفس معاينه کړو.

هوا په پوزه کې توديږي  يو څه له گردنو څخه پاکيږي، لمديږي او بيا سږو ته ننوځي. دسږو او نس ترمنځ يوه پرده ده چې ورته ديافراګم وايي. سږي  ديوې ونې په شان دي چې ډيري څانګې لري او د وړو اونريو رګونو له لارې ويني ته اوکسيجن رسوي چې دزړه همدغه اوکسيجن لرونکې وينه چې ډير خلک يي پاکه وينه بولي د بدن ټولو برخو ته رسوي.

زړه د هر پمپ سره وينه بدن ته رسوي او له هرو غوړيدو سره له رګونو څخه وينه راټولوي. يعني هغه وينه چې له زړه نه د بدن رګونو ته رسي له اوکسيجن څخه د:ه وي او هغه وينه چې برته راځي په بدن کې له يو شمير کيماوي بدلونو څه ورسته له کاربن داي اکسايد سره بيرته زړه ته راځي.

کله چې تاسو تنفس کوي په عمومي توګه دوه ډوله لري.

يا په سطحي توګه هوا اخلي چې پکې يواځي دسيني قفس يا  برخه اخلي. چې په دي توګه په کافي اندازه اوکسجن بدن ته نه رسي دا ډول تنفس په عمومي توګه د پريشاني  او خبګان په حالاتو کې ليدل کيږي.

خو دتفس بل ډول  طبيعي حالت دي چې ورته بطني تنفس وايي. په دي تنفس کې سړي دومره له هوا څخه ډکيږي چې ديافراګرام لاندي ټيله کوي .

اوس به په عملي توګه د سطحې او عميق يا بطني او صدري تنفس فرق په عملي توګه په خپل ځان وويني.

 

يوه ارامه ځاي ته لاړ شي. کيني، څو که څملي ښه به وي. سترګې وتړي. خپل ښي لاس په نس کيږدي فقط د نس په منځني برخه او کيڼ لاس د سيني پر مرکزي برخه کيږدي.

 

بي له دي څخه چې خپل تنفس بدل کړي ساه اخلي وګوري چې کوم لاس مو د هوا اخيستلو په وخت کې پورته کيږي. هغه لاس چې په سينه باندي دي او که هغه چې په نس مو ايښي دي.

 

که چرته ستاسو نس لوي شو تاسو بطني تنفس کوي. او که چیرته نس نه خوځيده او يا د سيني په پرتله يي لږه برخه واخيسته، د دي څرګندونه کوي چې تاسو سطحي يا صدري تنفس کوي.

 

څنګه کولي شو صدري تنفس په بطني تبديل کړو.

 

د گوټي په مخ په فرش باندي څملي  خپل عضلات داسي سست ونيسي لکه چې دسره مو په اختيارکې نه وي عينا لکه يو مړي چې په مځکه پروت وي.

 

خپله ټوله پاملرنه خپل تنفس ته راواړوي . ډوبه ډوبه ساه اخلي خپله ټوله پاملرنه د خپل تنفس خوا ته راوګرځوي:

 

رو يو کتاب يا هم خپل لاس په نس کيږدي او بيا يي له هري ساه اخيستو سره تعقيب کړي چې څومره پاس حرکت کوي او د هوا د خارجولو په وخت کې څومره ښکته خوا ته ځي.

 

که ممکنه وي دپوزي له لاري هوا واخلي او  دخولي له لاري يي وباسي.

 

که چرته داسي فکر کوي چې د تنفس په وخت کې مو نس برخه نه اخلي يا نه پورته کيږي نو خپل لاس په يو څه فشار باندي پر نس کيږدي او بيا کوشش وکړي چې دهوا په اخيستو سره ستاسو لاس پخپله پاس لاړ شي.

 

که داسي وي چې تاسو لا هم يو ډول شخي په نس کې  احساسوي نو پړ مخي خملي او ډوبه ساه واخلي په دي ټو ګه به په اساني د خپل نس حرکت احساس کړي.

 

په مسلسه توګه ژوره ساه اخستل او خپله ټوله پاملرنه دي خواته رااړول ستاسو سره مرسته کوي چې د بدن عضلات مو نرم او ارامه شي.