ذهنیت یا هوښیارتیا څه ته وایي؟

د ذهن پالنې مفهوم په عصري ټولنه کې په بیلابیلو لارو تعریف کیدای شي، د مثال په توګه: دا یو ډول رواني چلند دی چې یو څوک یې اختیارولی شي یا د تخنیکونو یو سیټ دی چې کولای شي په اوسني وخت کې د انسان شعور مهار کړي.

خلک په یو ځل د ډیرو شيانو په اړه فکر کوي او له دوی څخه ډیر یې یا خو د تیر سره تړاو لري یا د راتلونکې او ناخبره شيانو سره.

د هوښیارتیا معنی دا ده چې خپل ذهن دلته او په حاضر وخت کې په پام کې ونیسی، دا کیدای شي په خورا آرام ډول وي او اندیښنو او افسوس ته اجازه ورنکړي چې ذهن ته یې خنډونه جوړ کړي، په ځانګړي ډول کله چې ستاسو ټول تمرکز خپل د ځان پر مراقبت او څارنه باندي وي.

د ذهنیت په اړه اوسمهال په مکرر ډول د ډيرو شيانو د درملني په توګه په رسنیو کې بحث کېږي، په شمول د جدي اضطراب او خپګان، د اوږدي مودي درد او د عصري ژوند له امله په ځان کې د ورکیدلو احساسات او د فشار پر کموالي باندي بحث کېږي.

په هر صورت، هوښیار کیدل تل آسانه نه وي او همدارنګه ذهني مراقبت په ځانګړي توګه د اغیزمنتوب لپاره منظم تمرین ته اړتیا لري.

څنګه د ښه ذهنیت درلودونکې کیدای سو؟

ممکن یو څوک د دي لپاره چې د ښه ذهنیت خاوند شي دا لاره وټاکې چې ورځنیو کارونو ته پوره پاملرنه وکړي، مګر ذهنیت د دغو ورځنیو کارونو د ترسره کولو لپاره داشي ځانګړو چلندونو لکه پلټنه کول، آزادي او منلو سره تړاو لري. په دي توګه تاسو کولای شي د خپلو اصلي تجربو په اړه روښانه، له مخکنیو فکرونو څخه آزاد او پرته له دي چې د هغه په وړاندي د عکس العمل په اړه پریشانه سی.

کله چې د یو شخص بشپړ تمرکز پر هوښیارتیا باندي وي نو ذهنیت په خورا شدت سره پرمختګ کوي: د ذهني تمرکز داشي حالت د مراقبت په توګه تشریح کولای سو. مراقبت ځیني وخت په داشي ډول بیانېږي لکه د خوب کولو په وړاندي چې یو څوک راويښېږي.

غور کول یا مراقبت کول د یو متمرکز منځګړیتوب په توګه طبقه بندي کولای سو، چیري چې یو ځانګړی تمرکز وي لکه غږ یا په ذهني توګه غور کول چیري چې په حاضر وخت کې د یوي مسئلي پر ټولو اړخونو باندي تمرکز کېږي.

په هر صورت، په حاضر وخت کې د یوي مسئلي په اړه بشپړ پوهاوی هم آسانه دی، په داشي ډول چې د مسئلي یوه اړخ ته پوره پام وکړو، لږ تر لږه په پیل کې، نو په دي ډول به مو د هوښیارتیا دواړه طبقي (غږ او غور کول) له یو بل سره تړلي وي.

د بدن دننه او بهر تنفشي حرکت په ذهنی مراقبت کې د پاملرني خورا مشهور لومړی تمرکز دی، څنګه چې تنفس تل موجود وي نو د دي لپاره چې د خبرو پر مهال مو په ښه طریقه تنفس کړی وي یو څه د بدن حرکاتو ته اړتیا لرو، چې ژور تنفس کول بیا پر ښه فکر او غور کولو ډیر مثبت اغیز لري.

ځیني خلک د غور کولو لپاره د ځینو تکراري، آرامو، لنډو جملو ویل غوره ګڼي یا هم څو ساده، منظم حرکتونه او یا هم ځیني خلک علاقه لری چې په یوه ویډيو یا ایډیو کې د یوه لارښود او هم د خپل معلم یا استاد سره د خبرو کولو له لاري خوند اخلي. د مراقبت او غور کولو د لارښود لپاره انلاین ډیر څه سته، لیکني، ایډیو، ویډیو او نور، همدارنګه یو شمیر اپلیکیشنونه سته چې خاص په لیکني بڼه د ورته لارښود لپاره معلومات وړاندي کوي.

عموماً خلک په چوپتیا سره پر یوه چوکۍ باندي ناست وي تر څو آرامه وي مګر هوښیار، مګر که تاسو ذهین اوسی، نو پوره غور کولای سی، هغه که د پروتي په حالت کې یاست، په یو بس کې ناست یاست یا هم د قدم وهلو په حالت کې یاست.

ذهنیت د څه لپاره ګټور کیدای شي؟هغه فکري او فزیکې حالت چې ذهنیت یې منځته راوړي د ډیرو ناروغیو په درملنه کې ګټور ثابتېدای شي ځکه چې ذهني فشار د زړه د ناروغیو په شمول په ډيرو نورو ناروغیو کې یو مهم فکتور دی.

ذهنیت همدارنګه د ډیرو خلکو سره مرسته کوي چې اصلاً ناروغ نه وي، مګر داشي احساس کوي چې دوی کولای شي تر اوسني حالت یو خوښ او معنی لرونکی ژوند ولري.

په هر صورت، دوه ځانګړي شرایط شتون لري چې ذهنیت کولای شي پر هغوی ځانګړی اغیزه وکړي:

۱. خپګان

کله چې موږ خپګان ولرو زموږ منفي افکار او منفي مزاج له یو بل سره تړل کېږي.

موږ د کمۍ احساس کوو، موږ فکر کوو چې بد خلک یو او یا دا چی په ژوند کې هر څه د خرابۍ په لور روان دي، چې داشي احساس زموږ اوسني حالات لا نور هم خرابوي.

د لوړي په پرتله کښته خواته تلل ډیر آسانه دي، په ځانګړي توګه کله چې تاسو له مخکې څخه خپه شوي یاست او له هغو شيانو څخه هم خوند نه اخلو چې معمولاً موږ خوشحاله کوي او هم د راتلونکې لپاره خوشبینه نه یو.

ذهن پالنه د خپګان سره تړلي منفي افکارو په مخنیوي کې مرسته کوي او موږ ته درس راکوي چې پر حاضرو حالاتو او شيبو باندي تمرکز وکړو، نه دا چې د تیر په اړه یا د راتلونکې په اړه اندیښنه وکړو.

ذهنیت کولای شي زموږ سره مرسته وکړي چې نړۍ په مستقیم ډول او پرته له قضاوت څخه تجربه او خوند تري واخلو. موږ شاید دا په ګوته کړو چې موږ ویره لرو او پر ځای د دي چې د هغه په وړاندي مبارزه وکړو، هغه قبلوو.

هیله مند یم، چې د خپګان د حالت په دي طریقه سره مخنیوی وکولای سو یا ډير لږ خپګان ومنو.

د فشار سره مخ سوي خلک ډیری وختونه ځان ګنهګاره بولي او نوره اندیښنه کوي چې داشي احساس حالات نور خرابوي.

دا تخنیکونه ځینې وختونه د ذهني چلند پر بنسټ د ادراکې درملنې یا MBCT په نامه یادیږي.

۲. دوامداره درد

کوم خلک چې په دوامداره درد کې وي هملته بند پاته سوي دي، ځکه چې د دوی دماغ د اصلي دردناکه حالت په جریان کې د درد سره مخ سوی دی.

که څه هم داشي کسان له فزیکې لیدلوري څخه جوړ سوي وي، د دوی مغزونه د درد احساس کولو لپاره دومره ښه سوي دي چې ځانونه یې په دي اړه قانع کړي چې بدن یې په حقیقت کې د کوم ګواښ لاندي نه دي.

رنځوران معمولاً په یوه داشي دوره کې اخته کېږي چې دوی له سره ښه ورځ لري، ډیر کار کوي او وروسته یې بده ورځ پیلېږي، دا یو داشي پروسه ده چې د فعالیت د دوري په نوم یادېږي.

دماغ چې څومره ورځني کار ته اړتیا لري معمولاً د ناروغ لخوا ترسره کېږي، چې ناروغ لا په خپل حدودو کې وي او وروسته خپل د فعالیت کچه لوړوي.

په خواشينۍ سره، دا ډیر مهم دي چې په آرامۍ سره  د بدن تمرین وکړی، تر څو دماغ د ځینو ساحو څخه ویره کول بند کړي.

رنځوران معمولاً هڅه کوي چې هغه ساحه چې ډیر درد کوي په لاس یا بل شي سره ټینګ ونیشي تر څو حرکت ونه کړي، خو دا ټینګ نیول په پایله کې د عضلي د لا درد لامل کیدای شي.

د ذهنیت معنی دا ده چې رنځ وړونکی لومړی له خپل درد څخه خبر وي، د دي پر ځای چې په دي اړه اندیښنه وکړي چې دوی درد لري، دوی د درد هغه حالت قبلوي.

دا په دي معنی هم دی چې رنځوران پوهېږي چې دوی باید آرام وکړي او سخت کارونه ترسره نه کړي او په پایله کې د فعالیت د دوري څخه ډډه وکړي. دا پروسه آسانه نه ده او د دوامداره درد د تداوۍ په صورت کې درد په بشپړ ډول له منځه نه ځي.په هر صورت، ذهین رنځوران داشي فکر کوي چې دوی خپل درد په ښه ډول اداره کوي او په پایله کې له ژوند څخه خوند اخلي.