راځئ خپل فال وګورو

برج حمل

له وروڼو، خویندو او خپلوانو لږ لېرې و اوسئ، خفګان به درته پیدا کړي. له پانګونې تېر شئ، که‌نه زیان به وکړئ. د نورو د حقونو لپاره به مبارزه وکړئ.

برج ثور

ورځې او شپې به مو ښې په خندا تېرېږي. کارکوونکي مو وفادار او مخلص خلک دي چې له مخې یې تاسې له ډېر زیان په امان پاتې کېږئ. قسمت مو ملګری دی.

برج جوزا

له هېواد بهر خپلوان مو یو ښه خبر درته لري. هغوی چې نوی یې واده کړی، کړنې به یې ښې شي. په دولتي ارګان پورې تړلې چاره مو ځنډېږي.

برج سرطان

د کورنیو ستونزو د حل په برخه کې ګامونه پورته کړئ. د ګډ ژوند کیسې مو په ښه ډول حلېږي. ملګري او خپلوان مو پوره مرسته درسره کوي.

برج اسد

لګښتونه مو را کم کړئ، که نه له لوی زیان سره به مخ شئ. په کاري چارو کې د ډېرو بوختیاوو له کبله به ځینې ستونزې در پېښې شي.

برج سنبلہ

د مینې په کیسو کې به بوخت پاتې شئ، قسمت به ستاسې ملګری وي او په ډېرو مالي چارو کې به ښې لاس‌‌ ته راوړنې ولرئ.

برج میزان

هغوی چې د باور وړ نه دي، باور ته مو زیان پېښولای شي. د ښو پایلو تر لاسه کولو لپاره اړینه ده چې همت وکړئ. هر کار کې هڅه د بریا راز دی.

برج عقرب

په خیراتي چارو کې به زیات وخت مصرف شي. کارګر مو ښه وړتیا لري او ښې چارې مخ ته وړلای شي. لږ جدي اوسئ، درته ښه ده.

برج قوس

د نوي کار پیل مو په ګټه دی. د ډېرو بوختیاوو له کبله مو یو شمېر نورې ټولنیزې چارې ځنډېږي. رازونه مو ملګرو ته مه وایاست، که نه اندېښمن به شئ.

برج جدی

ذهني تجسس به مو همداسې چټک و اوسي. د خپلو خوبونو د تعبیر په لټه کې شئ. تر مطالعې لاندې کتابونه به مو جوش او ولولې لا ډېرې کړي.

برج دلو

ذهني تجسس به مو همداسې چټک و اوسي. د خپلو خوبونو د تعبیر په لټه کې شئ. تر مطالعې لاندې کتابونه به مو جوش او ولولې لا ډېرې کړي.

برج حوت

د محبت کیسې مو نورې هم خوندورې کېږي. دواړه لوري به په خپلو ژمنو ودرېږئ. خپل راز چا ته مه وایاست، که نه ډېرې ستونزې به درته پیدا کړي.

سرخط ورځپاڼه