یکشنبه , 28 اپریل 2024

رسول الله ص د لاندې شيانو څخه منع کړې ده، راځئ چې ځانونه ورڅخه وساتو!

۱ ــ د جنابت په وخت کې خوراک مه کوئ ځکه دا فقر رامنځته کوي

۲ــ ميوه دارې ونې لاندې او لاره کې بولې (متيازې) مه کوئ

۳ــ په چپ لاس او تکيه په حالت کې خوراک مه کوئ

۴ــ ښځې دې د جنازې لمانځه ته نه راځي

۵ــ تصوير مه جوړوئ

۶ــ حيوانات ژوندې په اور مه سوزوئ

۷ــ چرګ ته کنزلې مه کوئ

۸ــ کثافات کور کې مه ساتئ ځکه شيطان همدلته کيني

۹ــ ښځه دې د خاوند د اجازې پرته د کور نه نه اوځي

۱۰ــ ښځه دې د خاوند پرته بل چاته ځان نه سينګاروي

۱۱ــ غيبت مه کوئ او مه ورته غوږ ږدئ

۱۲ــ د سرو او سپينو زرو په لوښو کې څښاک او خوراک مه کوئ

۱۳ــ چغلې (شيطانې) مه کوئ

۱۴ــ شراب مه څښئ او هيڅ قسم کارو بار يې مه کوئ

۱۵ــ د سود ګټه مه خورئ او مه يې تړون ليکئ

۱۶ــ په مخ وهل مه کوئ

۱۷ــ د بل مسلمان عورت ته مه ګورئ که چا ورته سوچ سره وليدل 70زره ملائکې به پرې لعنت ووايې استغفرالله

۱۸ــ خوراک او څښاک ته پوکى مه کوئ

۱۹ــ په هديره ، لاره ، د اوښانو تړلو ځاى او کعبې د پاسه لمونځ مه کوئ

۲۰ــ د الله ج پرته په بل شي قسم مه کوئ

۲۱ــ د جمعې په ورځ د خطبې پر وخت خبرې مه کوئ

۲۲ــ د لمر خاته ، لمر پريواته او زوال وخت کې لمونځ مه کوئ

۲۳ــ د واړه اختر ، غټ اختر ، د شک په ورځ او د اشراق په ورځ کې روژه مه نيسئ

۲۴ــ اوبو څښلو په وخت کې په اوبو مه ورڅملئ

۲۵ــ د څښلو اوبو کوهي کې لاړې مه تو کوئ

۲۶ــ مزدور ته چې مو تر څو مزدورې نه وي ټاکلي کار پرې مه کوئ

۲۷ــ په زيادت سره سره او سپين مه خرڅوئ

کاپي…