د قیامت په ورځ به الله تعالی اووه کسانو ته د خپل رحمت ( داسې ځای کې سیوری ور په برخه کې کړي) چې هیڅ ځای به یې ساری نه وي.
۱- عادل پاچا
۲- هغه ځوان چې په ځوانۍ کې د الله تعالی عبادت کوي.
۳- هغه څوک چې د هغه زړه له جوماتونو سره تړلی وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي، کله چې یو لمونځ آدا کړي د بل په فکر کې وي(
۴- هغه دوه کسان چې د الله تعالی د رضا لپاره یې په خپل منځ کې مینه وي، په همدې خاطر یې یو ځای کېده وي او په دغه خاطر یې بېلوالی.
۵- هغه سړی چې ښایسته ښځه یې خپل ځان ته پام واړوي؛ خو هغه ورته ووایي:
زه له الله تعالی وېرېږم!
۶- بل هغه سړی چې پټه صدقه ورکړي ان خپل بل لاس یې لا هم ترې خبر نه شي.
۷- او هغه نفر چې د الله تعالی ذکر په تنهایي کې وکړي او اوښکې یې وبهېږي (یا په پټه کې د خپلو ګناوو په یادولو د الله تعالی له وېرې وژاړي، یا د شوق او مینې له وجهې د ذکر پر وخت پټ وژاړي)…!
بخاری او مسلم