روژه او مېوې

د مېوو چاټ په روژه ماتي کې ترټولو غوره غذا ګڼل کېږي او په خوراک سره یې انسان د تازه والي او پیاوړتیا احساس کوي او د ټولې ورځې کمزوري او ستړیا په انرژۍ سره بدلوي.

د مېوو په چاټ کې بېلابېلې مېوې د انسان د روغتیا لپاره اړین منرالونه او ویټامینونه لري او د یوې بشپړې غذا حیثیت لري او د یو خوراک د مېوو په چاټ سره د فایبرو په ګډون ویټامینونه او منرالونه د انسان بدن ته ورکوي او د پروسیس شوې شکر څخه څو ځلې غوره ګڼل کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د روژې په میاشت کې په نظم ډول سره د مېوو چاټ استعمال شي نو په اختر کې به مو مخ ښکلی وي، د پوستکي به مو صحت مند او ویښتان به مو ښه وي.د مېوو چاټ په خوړلو سره د انسان پر روغتیا بې شمېره اغېزې پرېوځي، خو باید یادونه وکړم چې د جوړولو پر وخت یې باید تېروتنه ونه شي، ځکه چې ځینې مېوې سره یوځای کول زیانمن تمامېږي، چې عبارت دي له: هنډوانې، د لېمو اوبه او دغه راز له مستو او شړومبو یې یوځای مه استعمالوئ.