روژه کې باید له کومو خوړو استفاده وکړو؟

حامد احمدي

که غوائ په روژه کې ناروغان نه شئ او صحت مو خراب نه شي نو غوره ده چې دې میاشت کې له مناسبو خوړو ګټه واخلۍ.

طب پوهان وایي، که د روغ صحت په فکر کې وو نو باید په روژه کې خپلو خوراکونو ته ځانګړې پاملرنه وکړو او همدا پاملرنه به د دې باعث شي، چې موږ به یوه بشپړه روژه نېولې وي.

روژه کې ځينې کسان د معدې له درد سره مخ کېږي چې دا درد یوه غټه ستونزه ده که دوام پیدا کړي، نو روژې خوراک ته مو د ډاکټر په امر مجبوروي او هم مو دا ستونزه دوامداره پاتې کېدلی شي.

دا ناروغي په روژه کې زیاتره پېښېږي او طب پوهان یې هم علت په روژه کې د نا منظمو خوړو او هر ډول خوړو خوړل او بې غوري یادوي.

د پوهانو په وینا، د معدې د درد د مخنیوي، د هاضمې سیستم د ګډوډ کېدو د مخنیوي لپاره باید خپل مسوولیت له پیشنمي څخه پیل شي.

ډېری کورنۍ د پیشنمي لپاره د روژه ماتې پاتې شوني خوري چې د پوهانو په باور دا چاره په بشپړ ډول له روغتیایي اصولو سره په ټکر کې ده.

دوی وایي، که تاسو په هر څه باندې پیشنمی کوئ، هغه باید تازه وي هغه که سبزيجات، ترکاري او یا هم د چایو پسې د شیانو خوړل وي.

د طبیبانو په وینا، په پیشنمي کې چې معده تشه او له دې وخت خوراک سره نوې وي، نو د ډنډکي خوړل ورته زیان رسوي.

دوی وایي، د میو دا وريژې ــ وریجې کلکې، شاله او درندې وي چې دا وخت خوراک یې پر معده بوج راوړي، درد پیدا کوي او دا دوامداره د معدې د درد او تخریب باعث ګرځي.

 

پوهان زیاتوي چې هر هغه خوراک چې کلک دی، په پیشمني کې یې له خوړو ډډه وکړئ.

دوهم په روژه ماتي کې د خوړو برخه ده.

پوهان وایي، وروسته له هغې چې پر خورما مو روژه ماته کړه، نو جداً د ډېرو اوبو له څښاک کلکه ډډه وکړئ هغه که د روح افزې او … شربت یا هم ساده عادي اوبه وي.

دوی زیاتوي که تاسو نا ګهانه او په یوه سا اوبه وڅښئ، ممکن دا مو د مرګ تر کچې هم له خطر سره مخ کړي.

د طب پوهانو د لارښوونو له مخې، مخکې تر دې چې لږې ــ ډېرې اوبه وڅښئ، باید تر خرما خوړو وروسته کیرمېکس، پیریني یا هم پسته مېوه په ځانګړې توګه کیله وخورئ، ترڅو معده مو چې شاوخوا ۱۶ او ۱۷ ساعته وروسته خوراک پیلوي، ورو ــ ورو حرکت پیل کړي او په لومړي وار له سخت یا کلک څه سره مخ نه شي.

په روژه ماتي کې د ډوډۍ پر مهال له ګډوډ خوراک څخه باید ډډه وکړئ.

هغه ترخه خواړه چې تاسو یې د روژه ماتي لپاره په لېوالتیا سره تیاروئ، باید له خوراک سره یې ګوزاره وکړئ.

طبیبان مني چې د انسان بدن هر ډول خوړو ته اړتيا لري، خو وایي بې ځایه او بېخي ډېر تریخ خوراک د معدې جدي ستونزې زېږوي.

دوی وایي، هڅه وکړئ، چې د خپل صحت د ساتلو لپاره له ډېرو یخو اوبو څخه استفاده ونه کړئ او مخکې له ډوډۍ مو د اوبو څښل اشتها خرابوي او هم مو د ښه او مناسب خوراک مخه نیسي.

 

دوی دغه راز وایي، د روژه ماتي پر مهال که تاسو په شیدو کې د روح افزې له ګډ جوړ شوي جوش یا شربت څخه استفاده وکړی، نو به مو د بدن د بایللې انرژۍ په بېرته بچت کې چټک اقدام کړی وي.

 

پورته لارښوونې مو د طب پوهانو له نظرونو او لارښوونو راټولې کړې وې هیله ده په عملي کولو سره یې ښه روژه ولرئ.