روژې اړوند معلومات او ګټې

روژه مات په خرما او يا په اوبو سره:

۱۴: سلمان بن عامررضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله چې یوڅوک دروژې دماتولوتکل وکړي نوپه خورماسره دې روژه ماته کړي، داځکه چې دبرکت سبب دی؛ که چيرې خرما نه وه نوپه اوبو سره دې ماته کړي داځکه چې داپاکي ده۔

(ترمذی، مشکوة شریف)

د روژه ماتي ثواب:

۱۵: حضرت زیدبن خالدرضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چې د روژه دار روژه ماتی برابرکړي یا دیوه مجاهد لپاره سامان برابر کړي نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږي۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)

د روژې په حالت کې د ناوړو کارونو څخه ځان ژغورل:

۱۶: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چې په روژه کې ناروا خبرې کوي او دا عمل نه پرېږدی نوالله جل جلاله دهغه خوراک اوڅښاک پرېښودوته کومه اړتیارنلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)

د روژې په حالت کې د ژبې ساتنه:

۱۷: له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که په تاسوکې دیوه روژه وه نونه دې بې حیا خبرې کوي، نه دې بې عقلي ښکاره کوي اوکه کوم یو پرده باندې په جاهلانه ډول سره راغلي نودې دې داځواب ورکړی چې نن زما روژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)

په روژه کې دغيبت بدوالی:

۱۸: حضرت انس رضی الله عنه وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چې د خلکوغوښې خورئ (غیبت ئې کوی) دهغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)

په روژه کې په هيره خوراک اوڅښاک:

۱۹: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کس چې په روژه کې په هیره سره خوراک اوڅښاک وکړي دهغه روژه نه ده ماته هغه دې خپله روژه پوره کړي داځکه چې الله تعالی ده ته خوراک او څښاک ورکړ۔

(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

په روژه کې مسواک وهل:

۲۰: حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایي، چې ماډېرځله رسول الله صلی الله علیه وسلم دروژې په حالت کې په مسواک وهلولیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

د روژې دمياشتې جبران نشی پوره کېدلای:

۲۱: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چې درمضان دمیاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته وخوري په ټوله زمانه کې ئې جبران نشي ادا کولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

په سفرکې دروژې نيولو رخصت:

۲۲: له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایا زه په سفرکې روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې که دی خوښه وه وئې نیسه اوکه دی خوړله نو وئې خوره۔

(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

روژه روغتياده:

۲۳: دابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جهاد کوی چې دغنیمت مال به ومومی، روژه نیسي روغتیا به ترلاسه کړی اوسفرکوی له نوروبه بې پروا شی۔

(الطبرانی فی الاوسط، الترغیب والترهیب)

روژه بې مثله عبادت ده:

۲۴: حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایي، چې مادرسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړله چې ماته یو داسې عبادت راوښیه چې جنت ته مې ورسوي، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې روژې نیسه ځکه چې روژه بې مثله عمل دی۔

(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

د روژې لويې ګټې:

۲۵: حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کوم څوک چې دالله په لاره کې یوه ورځ روژه ونیسي الله تعالی د ده اودوږخ ترمنځ دومره خندق حائل کوي لکه چې څومره مسافه د ځمکې اواسمان ترمینځ ده۔

(الترغیب والترهیب، الطبرانی فی الاوسط)

روژه دګاهونو کفاره ده:

۲۶: له ابوسعیدخُدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چې درمضان روژې ونیسي دهغې د حدود رعایت کړی او د کوموشیانو چې حفاظت ئې په کار وي دهغوی حفاظت وکړی نو د هغه د تېرو شویو ګناهونو کفاره  ده۔

(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

د روژه مات پرمهال د جهنم څخه ازادې:

۲۷: ابوامامه رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هر روژه ماتي پر وخت دالله تعالی له لوري ډېر خلک له جهنم  څخه د ازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوی۔

(مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)

لیکنه: عبدالغفارجُبیر