زما مورنۍ ژبه پښتو ده

لیکوال: سعید صافی

نن یکشنبه د فبرورۍ ۲۱ په ټوله نړۍ کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نومول شوې ده او دا ورځ د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

دلته په افغانستان کې زمونږ ملي ژبې دوه دي، دري او پښتو، دواړه ګڼ ویونکي لري او د دواړو ژبو ویونکي به نن د خپلو مورنیو ژبو ورځ لمانځي.

نن به د نړۍ ترڅنګ په وطن کې هم هغه څوک ستایل کېږي، چې خپلې مورنۍ ژبې ته یې قلمي یا هم د بل هر اړخ څخه خدمت کړی وي.

مونږ پښتانه یادېږو او زمونږ مورنۍ ژبه هم پښتو ده، تر ډېره په پښتو او پښتنو غږېږو.

پښتو ژبه د لرغونو اریایي ژبو څخه یوه خپلواکه ژبه ده، چې د پخوا څخه په ګڼو نومونو یاده شوې ده، چې څو نومونه یې پښتو، پوختو او پختو دي.

په هندي (پټاني)، پارسي او په نړیواله کچه په افغاني ژبې شهرت لري.

دا ژبه د ۱۹۳۶ ز کال راپدېخوا د افغانستان ملي او لرغونې ژبه ګڼل شوې ده.

د افغانستان د نامتو تاریخپوه محمد حسین کاکړ د یوې رسالې له پلوه، چې دېرش کاله وړاندې په کابل کې لیکل شوې؛ دغه سرلیک ( په افغانستان کې پښتو او د هغې په اړه څو خبرې) لاندې یوې سکالو کې د پښتو رسمیت او ملي اصلیت یې داسې څرګند کړی: د امیر شیر علي خان د دویمې پاچاهي په دوران کې (۱۸۶۸ – ۱۸۸۰ ز ) پښتو د لومړي ځل لپاره د ملک رسمي او ملي ژبه اعلان شوه.

همدارنګه د پښتو یو بل نوموتی ژبپوهاند خلیل الله هاشمیان په دې اند دی، چې پښتو د پارسي ژبې په پرتله ډېره لرغونې ژبه ده، چې لرغونتیا یې د پښتو ژبې د قبیلوي دودونو په اساس ده.

دا چې دې ژبې ولې پرمختګ نه دی کړی، د همدې ژبې ویونکو سره د سیمې په کچه او نړیوالو سر زورو لخوا ټکرونه په کولتوري اړخونو ترسره شوي، چې یې په علمي او فني آثارو هم په مختلفو پیرونو کې بریدونه شوي او لا روان دي.

د پښتو ژبې ډېری ویونکي په افغانستان او پاکستان کې مېشت دي، یاده ژبه پاکستان کې ولایتي، خو په افغانستان کې بیا رسمي ژبه ده.

دا چې د پښتنو په سیمو کې د پخوا جنګ راشروع دی او اوس هم دوام لري، په دې نه غږېږو چې د جنګ وجې څه دي؟ دا بېله موضوع ده، خو د دې جنګ او جګړو څخه پښتانه په تنګ شوي دي، چې ډېری برخه یې د نړۍ ګوډ ګوډ ته ګډوال شوي دي، چې اوس د نړۍ په هر ګوډ کې پښتانه مېشت دي.

پښتو د افغانستان په ختیځ، سوېل، سوېل لویدیځ، او د سهېل او سهېل لویدیځو سیمو تر څنګ د پاکستان سهېل لویدیځه ولایتونو (خیبر پښتونخوا، سهېلي بلوچستان او ځینې نورې سهیلي سیمو ) کې ویونکي لري.

د افغانستان او پاکستان ترڅنګ پښتو ژبه د ایران ځینو سهېل ختیځو سیمو کې او پاتې نړۍ کې د ګډوالو پښتنو لخوا ویل کېږي.

داسې اټکل کېږي چې په ټوله نړۍ کې پښتو ژبه نژدې ۳۵، ۵ تر ۴۱ میلیون وګړي ویونکي لري.