زنګ

لیکوال :  اجمل پسرلی

د تلویزیون غږ ټیټ و خو رڼا یې کوټه رڼه کړې وه. د حاجي صاحب د تسبیح دانو د کوټې سکوت ماتاوه. تسبیح یې اړخ ته کیښودې، تلویزیون یې جګ کړ. ویاند وویل:« داسې ښکارې چې په کابل کې د ننۍ چاودنې د قربانیانو شمیر زیات شي….» سړي تلویزیون ټیټ کړ. د تلویزیون پر پرده کښتۍ ښکاره شوه. دستي یې غږ ورلوړ کړ:« په مدیترانه کې د کډوالو لویه بیړۍ ډوبه شوې ده چې ویل کیږي یوشمیر ښایي پکې افغانان وي. په سمندر کې د ایتالیا ژغورونکي هڅه کوي چې غرق شوي کسان وژغوري».

حاجي  تسبیح ښکل کړې، خولۍ یې پر سر کړه. موبایل یې د کربلا د کاڼې په څير مخې ته کیښود. پر لمانځه ودرید. د زوی خبره ورپه زړه شوه:« بابا چې تر جرمني پورې هرځای رسیدم حال درکوم بیغمه اوسئ »…

چې کله التحیاتو ته کښیناست سلام یې وګرځاوه:

« یو رکعت مې لکه چې کم وکړ؟!»

حاجي له سره لمانځه ته نیت وتاړه. له اوږدې دعا وروسته یې د جاینماز پیڅکه راواړوله. ریموټ ته یې لاس وراوږد کړ. په تلویزیون کې سندره وه. بیرته یې غږ ورټیټ کړ.

میرمن یې څراغ ولګاوه:

-ولې په تیاره کې ناست یې؟

حاجي سترګې وموښلې:

-تلویزیون ته وسوځیدې

-موبایل دې څرنګه په موټ کې نیولی هلک خو زنګ نه و وهلی

-پرون یې زنګ راغی هره ساعت خو به زنګ نه وهي

-هو ښه وایې

سړي سوړ اسویلی وکیښ:

-ژوند سخته دی

-څه شوي شکر اوس خو ډاکټر دوا هم در کمه کړه

-هسې دا هغه مې ویل دا دی بیا په دشت برچي کې چاودنه شوې مخلوق یې وژلی

ښځې جاینماز ونغاړه:

-شکر چې هلک مو ولیږه

حاجي تسبیح ښکل کړې شونډې یې دعا ته وخوځیدې. میرمن یې تر شا  د حاجي په لاس کې موبایل ته وکتل، له کوټې غلې ووته او ور یې نیمکشه پریښود.

پای