زهرجن کب

په سمندر کې داسې ماهیان هم شته چې پر سر دفاعي غړي خنجرونه لري، دوی ډېر چټک دي د کور تر فرنیچرونو هم درانه دي.

خنجر کبان/سټون فېش ځينو دلایلو له رويه جالب دي، دغه کبان اول ځان ته ښه لاره پاکوي هغه چاپېريال چې پکې اوسي پوره يې شاوخوا ګوري او که ځای ورته خطرناک و بل خوندي ځای ځي. د دوی غټ چل په دې کې دی چې له نورو بحري حيواناتو ځان په بله بڼه اړوي، دغه کبان تر ټولو سخت زهر لري او نور واړه حيوانات په يوه ثانيه کې هم وژلای شي.

دغه کب د مارغوندي وي مخکې پټ راځي، هغه وخت چې اوبو ته ور ګډ شئ، ناپامه به پښه پرې کېږدئ. د دغه کب پر ملا ۱۳ تېره اغزي ولاړ دي چې ديارلس سره يې له زهرو ډک دي، کب نيونکې دې پوره پام کوي که ورسره مخ شي ډېر ژر به يې بلې‌ نړۍ ته ولېږي. بله دا که زهر و نه شيندي او ناپامه يو څوک ترې ونښلي. له هغه ځايه به يې وينه بهېږي. د نس په درد،  د زړه‌ بدوالي، فلج او تر لېونتوبه يې رسولای شي.