زه څنګه په لمانځه کولو راغلم؟

یو ځوان چې له لمانځه څخه غافله شوی وو، هیڅکله به یې لمونځ نه کوو. نوموړی وایي ډېر ساده او آسانه په لمونځ کولو راغلم. یوه ورځ په ټولګي کې ناست وم، د دیني علومو ساعت شروع شو، ښوونکی چې څنګه صنف ته داخل شو؛ نو پوښتنه یې وکړه: ستاسو په نظر کوم ډول خلک لمونځ نه کوي؟

 

لمړني زده کوونکي د معصومیت له رنګه وویل:

(هغه خلک چې مړه شوي دي، لمونځ نه کوي)

دویم زده کوونکي د ندامت له رنګه وویل:

(هغه خلک چې لمونځ یې زده نه وي، لمونځ نه کوي)

 

دریم هلک له خپل ځای څخه ولاړ شو او معقول ځواب یې ورکړ:

(هغه خلک چې مسلمانان نه دي، لمونځ نه کوي)

 

په همدې شکل څلورم هم وویل:

(هغه خلک لمونځ نه کوي، چې کافران دي)

 

په ترتیب سره پنځم هم وویل:

(هغه خلک چې له الله تعالٰی څخه نه وېرېږي، لمونځ نه کوي)

 

ټولو زده کوونکو خپل نظرونه څرګند کړل، خو زه په فکر کې ډوب شوم او له ځان سره مې وویل؛ چې زه له کومې ډلې څخه یم؟

 

آیا زه مړ شوی یم؟

نه، زه خو ژوندی یم!

 

آیا زما لمونځ نه دی زده؟

نه، لمونځ مې هم زده دی.

 

آیا زه مسلمان نه یم؟

الحمدللّٰه! مسلمان یم.

 

آیا زه کافر یم؟

نعوذباالله.

 

آیا زه له الله تعالی څخه، نه وېرېږم؟

ولې نه! الله تعالی قهار ذات دی، ماته په قهر نشي!

 

نو ولې لمونځ نه کوم؟

له ځان سره مې وویل: ښه! که د قبر په اوله شپه کې پوښتنه راڅخه وشي.

 

ژوندی وې.

لمونځ دې هم زده وو.

مسلمان هم وې.

له الله څخه هم وېرېدلې؛ نو ولې دې لمونځ نه کاوه؟

 

څه ځواب به ورکړم؟

څو ټکان مې وخوړل او له هماغې ورځې مې کلک تصمیم ونیوه چې نور به په هیڅ حالت کې لمونځ نه پرېږدم.

 

راځئ! تاسې هم له ځان سره په دې اړه یوه شیبه فکر وکړئ!!!

 

رسول الله ﷺ فرمایلي:

-بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَة. (مسلم: ۸۲)

ژباړه:

-د مسلمان او کافر تر منځ فرق په لمانځه کې دی.

 

ګرانه وروره!

همدا اوس اللهﷻ ته توبه وباسه او قوي اراده وکړه چې، له نن څخه وروسته به یو لمونځ هم نه قضاء کوم، که چېرې پدې تمه یې چې، سبا یا هم بل وخت به توبه وباسم؛ هسې نه چې، مخکې له توبې ويستلو څخه مړ شې، هسې نه چې بدعمله له دې فاني نړۍ څخه ولاړ شې، داسې ډېر ځوانان تللي چې، بیا هیڅ ندي راغلي.

 

ګرانه وروره!

هیڅکله د الله تعالی له رحمت څخه مه ناهیلی کېږه، هغه ډېر مهربان ذات دی، د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړه او امید ساته چې ماته به بخښنه کوي.

کاپي…