زیات چای او د مېوو جوس ګردې تباه کوی

د خوږ چای په ګډون خواږه مشروبات او د مېوو د جوس زیات څښل کولای شی ستاسو ګردې په ناروغۍ اخته کړی.

یوه تازه څېړنه چې د امریکا په جان هوپکنز پوهنتون کې تر سره شوې وایی چې یخ مشروبات ( یا کولډ ډرنکس لکه کوک، پیپسی او نور) ګردو ته زیان رسوی او د ګردو د ناروغیو مهم لامل دی.

یاده څېړنه په درې زره نارینه او ښځو باندې شوې ده.

څېړونکو ویلی، په مشروباتو کې د خوږو شتون د چاغ والی او وینی فشار ګواښ زیاتوی چې له امله یې په ګردو فشار زیاتېږی.

د بورې په ګډون له نورو خوږو ځان ساتل تاسو د چاغ والی، وینی فشار، شکر او د وینې د شریانونو پورې تړلو ناروغیو څخه ژغورلای شی.