سالم غذایي رژیم او د ويټامینونو ارزښت

سالم غذایي رژیم کولی شي د انسان د اړتیا وړ ويټامینونه پوره کړي.

د هورمونونو بڼې او فیزیولوژيکي شرایطو ته په کتو، نارینه او ښځینه د ويټامینونو بېلابېلو ډولونو او کچې ته اړتیا لري. ويټامینونه د ښې روغتیا لپاره خورا حیاتي ارزښت لري. حیاتي ارزښت ځکه لري، چې له کبله یې د انسان بدن نورماله وده کوي، غذایي مواد په اسانۍ جذب مومي، له ناروغیو مخنیوی کوي او په ټوله کې د بدن مقاومت لوړوي.

تر ډېره بدن خپل د اړتیا وړ ويټامینونه (DRI) په ورځني ډول له خپلو خوړو پوره کولی شي، خو ځینې بیا د هغوی د بدن جوړښت ته په کتو او یا هم د ځینو ناروغیو له کبله د اړتیا وړ ويټامین نه شي پوره کولی، نو هغه ده چې بیا د ويټامینونو بستو ته اړتیا لري.

د انسان بدن ټولو ويټامینونو ته اړتیا لري، خو ځینې یې بیا ډېر ضروري دي.

د بېلګې په توګه، وېټامین (اې) د سترګو د لید او د بدن د مقاومت د لوړوالي لپاره اړین دي. ويټامین (بي ۱) له سلولونو سره مرسته کوي، څو کاربوهایدرېټونه پر انرژۍ بدل کړي. ويټامین (بي ۳) د هاضمې سیسټم له حرکاتو او عصبي سیسټم سره مرسته کوي. ويټامین (سي) د اوریو او غاښونو د کلکوالي او د زخم له ژر جوړېدو سره مرسته کوي او وېټامین (ډي) بیا په وینه کې د کلسیم کچه نورماله ساتي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي