سامسنګ راتلونکې اوونۍ کات کېدونکی ځیرک مبایل وړاندې کوي

د نړۍ مشهورې سترې کمپنۍ سامسنګ اعلان کړی چې د خپل لومړي کات کیدونکي (Foldable) ځیرک مبایل ځانګړتیاوې او نورې برخې راتلونکې اوونۍ د یوه کانفرانس له لارې څرګندې کړي.

دغه مبایل به د نړۍ تر ټولو لومړی کات کیدونکی مبایل وي چې ځانګړې ډيسپلی او یو شمېر نورو خوبیانې څخه برخمن وي، خو دغه کات کیدونکې ډیسپلی به څرنګه کار ورکوي، راتلونکې اوونۍ به څرګنده شي، د یاد مبایل یو شمېر خیالي عکسونه نشر شوي خو د سامسنګ لخوا به حقیقي عکسونه وروسته خپاره شي.

سامسنګ تېر ۲۰۱۷م کال د نومبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د ایفون ایکس په مقابل کې به (ګلیکسي ایکس/ګلیکسي ایف) چې کات کیدونکی مبایل به وي وړاندې کوي، او ددې لپاره یې د وړاندې کېدو نېټه د ۲۰۱۸م کال پای او یا هم د ۲۰۱۹م پېل ښودلی و.

خو داسې تمه کیږي چې دغه ځیرک مبایل د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په پېل کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي، خو وروستۍ نېټه به یې سامسنګ راتلونکې اوونۍ د کانفرانس له مخې کوي.

دغه مبایل به د نورو ډیرو ځانګړتیاو سره نوې او عجیبه ځانګړتیا دا هم لري چې د کات کیدلو سره به په جیب کې د بټوې په شکل کیښودل کیږي، خو د خلاصولو پرمهال یې ډيسپلی د نورو عادي ځيرک مبایلونو څخه ستره ده.

د سامسنګ کمپنۍ له تېر کال اعلان وروسته د ایل جي، ایپل او موټرولا کمپنیو هم اعلان کړی و چې کات کېدونکی مبایل به وړاندې کوي، خو تر دې دمه بازار ته نه دي وړاندې شوي.

ویل کیږي چې په ۲۰۱۹م کال کې به پنځه نوي کات کېدونکي مبایلونه بېلا بېلې کمپنیانې وړاندې کړي، په دې کې به د سامسنګ، ايپل، موټرولا، هوواوې او ایل جي کمپنیانې شاملې وي.

کاپي ……….