سبزي او پر مغز یې اغېز!

که غواړی چې سالم مغز ولری، نو مېوې او سبزۍ وخورئ. یا په بل عبارت، څومره چې په زیاته کچه مېوې او سبزۍ خوری، په هماغه کچه به مو مغز هم سالم او تازه وي.

په څېړنو کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورځ مېوه خوري، د نورو په پرتله سالم مغز لري.

څېړونکو په لندن کې پر ۱۴۰۰۰ کسانو چې ۴۴ سلنه یې نارینه او ۵۶ سلنه یې ښځې وې، د ۱۶ کلونو په موده کې څېړنه کړې ده، چې پایلې یې د  BMJ Open مجلې خپرې کړې دي.

دې څېړنې ثابته کړې چې په لندن کې ۸۴ سلنه خلک سبزي او مېوه کاروي. څېړنې دغه راز په ګوته کړې چې د المان ۶۶ سلنه خلک له ښې روغتیا برخمن دي او عمده لامل یې هم د مېوې او سبزۍ ډېر خوراک دی.

څېړنو ښودلې، هغه کسان چې له مېوې او سبزۍ څخه په کافي اندازه ګټه نه اخلي، د مغز فعاليتونه يې هم ډېر ښه نه دي او پر الزايمر ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. په ټوله کې سبزي او سابه د انسان د روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

دغه راز هغه کسان چې غواړي مناسب اندام ولري، نو سابه یې تر ټولو ښه نسخه ده.

لیکوال: حمیدالله حمیدي