ستوني درد آسانه درملنه داسې کولای شی

لیکوال: داکتر اجمل درمان

 

ستوني درد يوه عامه موسمي ناروغي ده چې تر ډيره په سړه هوا کې رامنځته کيږي. په کې د ستوني درد، ستوني تخريش، عسرت بلع، تبه، ځان درد، هډي يا بغوټ، تانسلونو پړسېدل، او ځینې وختونه له پورې اوبه تلل او ټوخی هم ورسره وي.

 

ولې رامنځته کيږي؟

 

زکام او سرماخوردګي، وچه هوا، باکتریاوې، سګريټ څکول، ستوني زخمي کېدلو له امله رامنځته کيږي. همدارانګه ځينو نباتاتو سره حساسیت درلودل چې دا د پوزې اوبه پيدا کوي او دا اوبه چې ستوني ته ښکته شي نو هم ستوني درد پيدا کوي.

 

ستوني درد دوه ډوله دی:

 

بکتريايي ستوني درد: هغه دی چې په کې شديده تبه، ستوني درد چې تالو په کې سپین رنګه قشر نيسی، بغوټ یا هډي پړسيدل (تانسل پړسېدل)، سر دردي، اشتها کمېدل، او عسرت بلعه په کې شامل وي. دا په انتي بیوتيک تطبيق سره ښه کيږي.

 

انتقال يا سرايت: د خولې د لعابو یا لاړو یا د ټوخي او تنفس له لارې انتقاليږي. همدارانګه د اخته شخص د خولې پاتې شويو اوبو او خوړو له لارې هم انتقالیږي.

 

هر کله چې د شخص لاس یو ځل په دغه باکتري ککړ شي او بیا شخص خپل لاس په سترګو، پوزه يا په خوله کې ووهي نو شخص ته دفعتاً ستوني درد پيدا کيږي.

 

معاينات يا تشخيص: د تشخيص لپاره يې په ستوني کې د تالو سوروالی، په تالو سپين پوډر رنګه موادو موجودیت، د زنې لاندې د تانسلونو یا بغوټ کتل چې پړسېدلي وي. شخص په کې عسرت بلعه لري، حتی تنفس په اسانۍ نشي کولی

 

نوټ: ځيني خلک چې یوه یا دوه ورځې دوا وخوري او لږ ورسره جوړ شي نو باقي نوره دوا پريږدي، نه يې خوري چې په دې سره دستوني درد عامل باکتريا له منځه نه ځي او دوباره بيا برګشت کوي. شخص دوباره په ستوني درد مبتلا کیږي او دوباره بیا ياد شوي علایم تظاهر کوي.

 

کورنۍ درملنه: ډیرې کورنۍ دواګانې لري

 

په چای يا جوش اوبو کې لیمو اچول او بيا څکل

 

پاراسیتامول يا اسیت امينو فيل خوړل

 

په نیم ګيلاس تړمو اوبو کې نيمه قاشوقه مالګه اچول او بيا سهار او ماښام غړغړه کول

 

يو ګيلاس تړمو اوبو کې یوه یا دوه قاشوقې د مڼې سرکه اچول او بیا سهار او ماښام غړغړه کول

 

طبي درملنه: د باکتريايي ستوني درد لپاره بهترینه دوا پنسلين او اموکسي سلين دي خو که څوک له دغې دوا سره حساسیت لري نو بيا دې د پنسلین پر ځای ازيترو مایسین يا اريتهرو مایسین وخوري.