سمارټ ګوتې مو له ايمېلونو، مېسجونو او کمېنټونو خبروي

له پرمختګ څخه

که چېرته د سمارټ واچ په اخيستلو پسې ګرځئ، نو ښه به دا وي، چې اوس هغه مه اخلئ هغه څه چې په ليکنه کې یې لولئ واخلئ ، ډېر بد شی نه دی، او دا Smart Ring (يانې سمارټ ګوتې)

د ډيلي مېل د راپور له مخې Smarty Ring چې په ګوته کېږي، له سمارټ ساعتونو سره مشابهت لري ، خو دا چې دا سمارټ ګوتې کوچنۍ ده ، يو ښه ځانګړتيا یې دا هم ده، دا ګوتې د بلوټوت له لارې له موبايل سره وصل کېږي، او هغه اېل اې ډي ښيښه چې په ګوته کې ده، کارونکي ته وخت، د ايمېلونو رسېدل، د فيسبوک د پېغامونو په اړه لايکونه او نوټيفيکېشنونه ، همدارنګه د ټويټر او موبايل د پېغامونو په اړه خبر درکوي، همدارنګه مهم اعلامونه او د ريماېنډر له مخې د يو کار په اړه خبرتيا هم درکوي، پر دې ټولوسربېره د مس کالونو په اړه هم معلومات درکوي.

تر ټولو جالب ټکی پکې دادی، چې که مو موبايل ورک شي ، چې تر ۳۰ فوټو اضافه درنه لرې شو، دا کوچنۍ ګوتې مو په لاسونو کې کړنګېږي. او سربېره پر دې د ريموټ کنټرول کار هم ورکولای شي.

ددې ګوتې په بازار ته راتلو سره به د سمارټ واچ بازار بېخي ورکمزوری کړي او ټکنالوژيکي اوښتون به راولي.

دې ګوتې ته اوبه نه ورننوځي ، د بېټرۍ عمر یې ۲۴ ساعته دی ، چې له ۲۴ ساعتونو وروسته به یې بيا چارجوې، له بلوټوت ۴ څخه استفاده کوي . بعدونه يې ۰،۵ اينچه او پنډوالی یې ۰،۱ اينچه دی. له سټيل څخه جوړه شوې ده، چې اېل اې ډي ښيښه هم پکې نصب ده.

په پراخه پيمانه له توليد او بازار ته له راوتلو وروسته به یې بيه ۲۷۵ ډالره وي.