سهار د ناشتې پر مهال د يو ګيلاس شيــدو شل ګټي

لیکنه: حکیم غلام محمد

1- د انسان د وجود د ودي او نمو سبب ګرځي.

2- د وجود هډوکي قوي کوي او د ويلي کيدو( ضعيفه کيدو) مخه يې نيسي.

3- د ميکروبو په مقابل کي مقاومت کوي او د ناروغيو مخنيوي يې کوي.

4- د اسهال مخنيوي کوي.

5- د انسان عصبي سيسټم قوي کوي.

6- اعصابو ته قوي انرژي ورکوي او اعصاب ارام ساتي.

7- د زخم مخنيوي کوي.

8- د غاښو د خرابېدو مخه نيسي.

9- د سږو د ناروغۍ مخنيوی کوي.

10- د ويني فشار کښته کوي.

11- بې غوړه شيدې کلسټرول کښته کوي.

12- د سرطان په مخنيوي کي کمک کوي.

13- د وېښتانو او نوکانو په غټوالي کي مهم رول لوبوي.

14- د ژر زوړ والي مخنيوي کوي او انسان ځوان ساتي.

15- پوست نرم او تازه ساتي.

16- د چاغوالي مخه نيسي.

17- حافظه قوي کوي.

18- عضلات قوي کوي.

19- خوب منظم کوي.

20- تر ډېره حده د معدې مشکل له منځه وړي.

يو څو مخصوصي ګټي نوري هم لري د هغه د ليکلو څخه تېرېږم.

يادونه: حيواني شيــــــدې بايد خامي و نه خوړل سي ځکه زيات حيواني ميکروبونه او ناروغۍ سته چه ددې خامو شيدو د لاري د انسان وجود ته داخليږي.

ښه او غوره لاره يې دا ده چي شيدې يو واري جوش او بيا وخوړل سي د شيدو په جوشولو سره ټول ميکروبونه له منځه ځي او انسان يې په ډاډه زړه څښلای سي.

بله يادونه هم بايد وسي هغه کسان چي دپښتورګي ناروغي لري بايد د نرۍ شيدو څخه استفاده وکړي ځکه پښتورګي دشيدو سره جوړ نه دي او شيدې منفي تاثیر پر لري.

شيدې دپښتورګو مسؤليت په وجود کي نور هم ور ډېر کوي خو هغه کسان چي د پښتورګو ناروغي نلري هر رقم شيدې چي وڅیښي او هر څومره چي وڅيښي مشکل نه ورته پيدا کوي.