سوپ په شکر ناروغۍ او وزن کمولو کې مرسته کوي

پوهانو خبر ورکړی چې د شکر ناروغ لپاره خپل خواړه له نورو عادي خوړو څخه نرم خوړو ته ګرځول ددوی په وزن کمولو، د وینې فشار په ټیټولو او د روغتیا حالت په ښه کولو کې مرسته کوي.

په کاناډا کې د ټورنټو پوهنتون پوهانو په «Diabetes Care» مجله کې یو راپور خپور کړی چې په وینا یې د شکر ناروغ کولای شي په خوړو کې د بدلون راوستلو له کبله خپله د شکر ناروغي کمه کړي.

ددوی په وینا چې ناروغ خپل عادي خواړه د سوپ او ښوروا په ډول مایع لرونکي خوړو ته بدل کړي روغتیا حالت به یې غوره شي، ځکه چې دغه ډول خواړو کې د پروټین او کاربوهایډریټونو اندازه یوه وي، همدا ډول په دې کې د سختو او دودیزو خوړو په پرتله یو شمېر نورې روغتیایي ګټې هم وي.

پوهان زیاتوي چې خپل خواړه مایع خوړو ته بدلول په شپږو میاشتو کې د شکر ناروغ لپاره تر ۲.۵ کیلو وزن کمولو کې مرسته کوي، همدا ډول د وینې فشار لوړوالي مخه نیسي او په هاضمې سیستم کې ستونزې له منځه وړي.

ددوی په ونیا دغه ډول خواړه لکه سوپ او ښوروا چې مایع لرونکي وي، د شکر ناروغ د غذایي سیستم په کالوریزو اندازه کې د پام وړ کمښت راولي، چې له کبله یې د لوږې احساس نه کیږي او په پایله کې په وزن کې په لوړه کچه کمښت راځي.

یو شمېر نور پوهانو زیاتوي چې د وزن کمول د شکر ناروغ (او په ځانګړي ډول د دویم ډول شکر) لپاره تر ټولو اړینه نسخه ده، ځکه چې د شکر ناروغۍ پر مهال چاغوالی د ډیرو کسانو د مړینې لامل ګرځي او سربېره پر دې په لوړه کچه د روغتیایي حالت د لا خرابېدا لامل ګرځي.