سیستم څه شی دی؟

لیکنه: ډاکتر ماخان میږی شینواری

اجازه دې وي چې دا یو وی یعنې سیستم، چې ټولپوهیدونی دۍ، خو بیا هم له تاسو سره کډ روښانه کړم. دې ته له دې امله راوهڅیدم، چې وګورو، دوی یا دا پرمختللې نړۍ هر یو وی- چې فکرکیږي، دا خو روښانه دۍ- څومره څیړي او روښانوي.

سیستم (زوړ یوناني وی σύστημα sýstēma د ډېرو یوګونو برخو څخه یوځای ایښوول شوی ټول) په ټولیزه توګه رابندوړ پیداېښتي یا هنري ،، جوړښت،، په نخښه کوي یا په ګوته کوي، چې له بیلابیلو برخو څخه جوړ دۍ، کوم چې د ټاکلو منظمو اړیکو په بنسټ یو له بل سره د ګډ ټول په څیر راوړلکیدی شي.

د دې وی یا کلیمې یووالیز پیژند نه شته، ځکه چې د هر مسلک له مخې یې پیژندورکول توپیر لري. په دې پسې نو دا مخ ته تللې غونډاله د یوه خوراغټ کډ پروېشوني یا – – ونوالي  په موخه یو ذهنیت دۍ. د یوګونو پارامترونو لاندې روښانه ونه کیدونکې ده.

– فضایی یا / او د یوه سیستم وختیزې پولې کیدی شي د هغه تنیزوالي یا د ټاکلو توانونو له لارې فزیکي روښانه کړای شي یا تشریح کړای شي (ریښتوني/مادي/ ټاکلي سیستمونه) – یا سوچه اندیز یا فکري جوړشوي، موخه- چوپړیز (د موخې په چوپړ کې) پیداېښت یا طبیعت وي (ادیال یا خیالي/ نه مادي/ نظري سیستمونه).

پیداېښتي – یا طبیعي سیستمونه:

ټول پیداېښتي سیستمونه په ريښتوني پیښ(ریل یا واقعي) سیستمونه دي، چې د موخه-ورې له انسانپیداکوني anthropogenenاغیزې  پرته منځ ته راغلي او  ځان پخپله ساتونکی یا خپلځانساتونکي دي.( بیلګه: Quantensystem, Atom, Molekül, Lebendes System

, Zelle, Organsystem, Psyche, Ökosystem, Planetensystem)

مصنوعي یا هنري سیستمونه:

مصنوعي یا هنري سیستمونه هغه دي، چې د انسانانو له خوا په کې فکر شوی او جوړ شوي وي. دا کیدی شي مادي یا نامادي پیداېښت وي، خو زیات وخت دواړه سره یوځای کوي. د دې په منځ کې سړی (ريښتوني) تخنیکي سیستمونه (بیلګې: کارالات، ماشینونه، شمیرونی (کمپیوتر)) سوسیال یا ټولنیز سیستمونه ( سوسیال ګروپونه، کورنۍ، نزاد، ټولنې، عقیدوي ټولنې) او سوسیالتخنیکي سیستمونه ( بیلګې: معلوماتي سیستمونه، انترنت یا نړیوال جال).

یو ګډوله له پیدېښتي او هنري یا مصنوعي ریښتوني سیستمونو بیوتخنیکي سیستمونه (بیلګې: مالساتنه او مالروزنه، پاکی جوړښتونه (کانالیزایشن)، مصنوعي زړونه) او سوسیال ایکولوزي سیستومونه انځوروي (بیلګې: کلتوري کرنیزي ځمکې، ساتنچاپیریالونه)

— مادي سیستمونه هر یو یې د خپل ډول له مخې د هغه د چاپیریال په ښکاره – ، بند – او رابند سیستمونو وېشل شوي. سیستمتیوري د بنسټتوپیر لرونکو سیستمونو جوړښتډول او خوزښت یې د څیړنې لاندې نیسي.

نامادي یا ناشییز سیستمونه ځانله او ځانله مصنوعي جوړشوي، فکري سیستمونه دي، چې بې له انسانه،، ټیله شوي،، له لارې کوم دینامیک نه راپیداکوي او شتون یې د مادي سیستمونو په واک کې  دی (بېلګې: د کلمو سیستمونه، کواوردیناتسیستم، د اکسیومونو سیستم، مودلې او تیوري).

د یوه سیستم جوړښتټوټې (توکي، برخې) داسې ټاکل کیږي، چې یو له بل بیلابېلې یا رابندې، بېلابېلې دندې یا پوښتنې په سیستم کې پوره کړي. په خټه کې هر په خوښه ريښتونی (ستورو، ونو، غړو، جوړښتبرخو) یا فکر پرې شووالات (غږونه، نخښې، زېږندې، سیمبولونه) د یوه سیستم برخه کیدی شي.

یو سیستم کړی شي برخسیستمونه ولري او هم پخپله د یوه پراخ سیستم (Supersystem) برخسیستم وي.