د گلکسي ایس۸ نوی افشا شوی انځور ټولې ځانگړنې په ډاگه کوي

دغه ځیرک موبایل که څه هم چې باید د فبروري په میاشت کې معرفي شوی وای خو سامسنگ کمپنۍ د نوټ۷ د چاودنې لامل څیړلو لپاره دغه ځیرک موبایل د وړاندې کولو نېټه وځنډوله.

سامسنگ کمپنۍ هڅه کوي چې دا ځل داسې یو پیاوړی او نوو ځانگړنو لرونکی ځیرک موبایل کاروونکو ته وړاندې کړي چې د دغې کمپنۍ کاروونکي د نوټ۷ ناکامه تجربه هېره کړي.

د گلکسي ایس۸ یو شمېر افشا شوي ځانگړنې ښيي چې دغه ځیرک موبایل به ستره مخ پاڼه لري او د گوتې نښې سېنسر به يي د کامرې تر څنگ ځای پر ځای شوی وي.

له دې وړاندې هم د دغه موبایل یو شمېر انځورونه خپاره شوي ول خو دغه نوی تصویر د گلکسي ایس۸ ټول ډیزاین په ډاگه کوي.

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ چې کېدای شي غلط هم ثابت شي دغه ځیرک موبایل په دوو مختلو ماډلونو کې گلکسي ایس۸ او گلکسي ایس۸ پلس چې له عادي ایس۸ څخه به غټ وي وړاندې شي.

سنپ ډراگن ۸۳۵ اېکزینوس ۸۸۹۵ ډوله پروسېسر هم د دغو ځیرکو موبایلونو مهمې ځانگړنې شمېرل کېږي. د ځينو راپورونو پر بنسټ دغه ځیرک موبایلونه به ځینو هېوادونو کې له سنپ ډراگن او ځینو کې له اېکزینوس ډوله پروسېسر سره وړاندې شي.

له دې وړاندې یو شمېر راپورونو کې ویل شوي و چې دغه ځیرک موبایلونه به له ۶ گیگابایټ رېم سره وړاندې شي خو اوس داسې ښکاري چې دغه ځیرک موبایلونه به ۴ گیگابایټ رېم ولري.

گلکسي ایس۸ او ایس۸ پلس به ۶۴، ۱۲۸ او  یا ۲۵۶ گیگابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره وړاندې شي. د اوبو ضد خاصیت او د اضافي میموري کارډ قبلولو وړتیا به هم لري.

گلکسي ایس۸ به له ۵.۸ انچه او گلکسي ایس۸ پلس به له ۶.۲ انچه مخ پاڼې سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.