شپږ هغه عوامل چې ستاسو پښتورګي (ګردې) له منځه وړي!

پښتورګي له وینې څخه ادرار (تشې متیازې) تصفیه کوي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.

 

په دې لنډه لیکـنه کې درسره هـغـه شپږ (۶) څیزونه او عادتونه شریکـوو، چې پښتورګي له منځه وړي، او په مخینوي سره یې کولی شئ خپل پښتورګي سالم وساتئ.

 

۱- په مثانه کې د ډير وخت لپاره د ادرار (تشو متیازو) ساتل د پښتورګو د ناروغۍ عمده لامل ګڼل کیږي.

نو هڅه وکړئ چې تشناب ته په تللو کې ځنډ ونه کړئ، تر څو د پښتورګو د میکروبي کیدو مخه ونیسئ.هـمدارنګـه په مثانه کې د ادرار ساتل د پښتورګو له میکروبي کیدو پرته، په مثانه او پښتورګو د زیات فشار لامل هم کیږي، چې له امله یې یو شمیر ناروغۍ منځ ته راځي.

 

۲- د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره باید زیاته مالګه ونه خوړل شي. د روغتیایي څیړنو له مخې په یوه ورځ کې له 5.8 ګرامه زیاته مالګه خوړل په پښتورګو د فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.

 

۳- د پښتورګو د سالم ساتلو لپاره باید له ډيرې غوښې خوړلو څخه ډډه وشي. ځکه ډیره غوښه خوړل په پښتورګو کې تیږه رامنځ ته کوي.

په غوښه کې د پروټینونو ډيره کچه په پښتورګو فشار راوړي او د پښتورګو جوړښت لومړی ضعیف کوي او وروسته یې له کاره غورځوي.

 

۴- پیپسي، فانټا، سپرایټ او نور ټول ګاز لرونکي څښاک په پښتورګو کې د تیږې د پیدا کیدو لامل کیږي. که غواړئ د پښتورګو په تیږه او نورو ناروغیو باندې اخته نه شئ، نو له دې ډول څښاکو څخه لاس واخلئ، او یا هم به کم اندازه یې استعمال کړئ.

 

۵- د پښتورګو د ناروغۍ یو بل مهم لامل کمې اوبه څښل دي. د پښتورګو د ښې روغتیا لپاره مهمه ده، چې هره ورځ په زیاته اندازه سره اوبه وڅښل شي، چې تر ټولو ښه اندازه یې په ورځ کې لس ګیلاسه اوبه څښل دي.

 

۶- په یو ځای باندې د زیات وخت لپاره کیناستل نه یوازې د پښتورګو لپاره مضر دي، بلکې نورې زیاتې روغتیايي ستونزې هم رامنځ ته کولی شي.

 

نو هڅه وکړئ، هره ورځ قدم ووهئ او ځینې فزیکي تمرینات ترسره کړئ.

کله چې ډيرې اوبه وڅښئ، نو د ادرار (تشو متیازو) رنګ به روڼ او سپین وي، چې دا نښه د سالمو او روغو پښتورګو انسانانو ده.

کاپي…