شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختموي

د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي.

‎د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی.

‎بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.

‎خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!

‎۱ـ شومړه:

‎شومړه، چې ځینې خلک يې لسي او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي.

‎یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.

‎۲ـ زیره:

‎زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.

‎۳ـ د نعناع پاڼې:

‎د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي.

‎له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.

‎۴ـ ادرک:

‎ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي.

‎د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

‎۵ـ لاچي:

‎لاچې هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي.

‎لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.

‎۶ـ د مڼې جوس:

‎د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.

‎ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.

‎د معدې تیزابیت سره د مبارزې نورې لارې دا هم کیدالای شي، چې د خورک اندازه، وخت او د خوړو ډول منظم کړئ

داکترنوید خپلواک