صدقه فطر

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

د نوم وضاحت :

صدقة الفطر ، زکات الفطراو زکاة رمضان هم ورته ویل کیږي ، او زمونږ په عامیانه ژبه کې سرسایه او فطرانه ورته ویل کیږي .

د هجرت په دوهم کال د رمضان د میاشتې نه وروسته پداسې وخت کې واجبه شوه چې روژه نیوونکو خلکو روژې ماتې کړې ددې امله ورته صدقة الفطر ویل کیږي یا ورته ددې امله صدقة الفطر ویل کیږي چې دا د رمضان په آخر کې ورکوله کیږي او ددې نه وروسته هغه خلک روژې ماتوي چې تر اوسه پورې به یې روژې نیولې او یا دا صدقة عید الفطر ده چې د وړوکی ا ختر په شپه او یا د وړوکی په اختر په سحر ورکول کیږي او د وړوکی اختر ورځې ته هم کله یوم الفطر ویل کیږي نو دېته صدقه فطر ددې امله وایی په ځینې لغاتونو کې دېته زکات رمضان هم ویل کیږي ځکه دا د رمضان د میاشتې په اواخرو کې ورکول کیږي .

حکمت :

دا چې د رمضان په آخر کې ددې ورکول واجب دي ددې حکمتونه حضرت ابن عباس رضی الله عنه په یوه حدیث کې دوه بیان کړي دي : هغه مبارک فرمایی : فرَض رسولُ الله صلى الله عليه وسلم زكاةَ الفِطر؛ طُهرةً للصَّائم مِن اللَّغو والرَّفث، وطُعمةً للمساكين، مَن أدَّاها قبلَ الصلاة فهي زكاة مَقبولة، ومن أدَّاها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات. (سنن ابی داود)

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم صدقة الفطر لازمه کړه ددې لپاره چې روژه دار د بې ځایه کارونو او فحش وینا څخه پاک کړي او دا د غریبانو لپاره یو خوراک شي هغه څوک چې د اختر تر مانځه یې مخکې ورکړي نو دا قبول زکات دی او څوک یې چې د مانځه نه وروسته ورکړي نو دا له خیراتونو څخه یو خیرات دی.

اول حکمت یې دا شو چې زمونږ نه په روژه کې چې کوم نقصانونه کیږي ، ځینې بې ځایه خبرې پکې کوو ، ځینې بې ځایه حرکتونه ، ناروا نظرونه ، فحش خبرې او داسې نور کیږي نو دا صدقه فطر به مونږ ورکړو پدې سره به الله تعالی هغه نقصانات زمونږ له روژې لرې کړي او پاکه به د الله تعالی دربار ته لاړه شي .

ددې امله امام نووي رحمه الله د حضرت وکیع بن الجراح رحمه الله قول نقل کړی دی چې هغه فرمایل :

زكاةُ الفِطْرِ لِشَهْرِ رَمَضانَ كَسَجْدَتَيِ السَّهْوِ للصَّلاةِ؛ تَجْبُرُ نُقْصانَ الصَّوْمِ كَما يَجْبُرُ السُّجُودُ نُقْصانَ الصَّلاة. (المجموع للنووي 6/ 140)

ترجمه : صدقه فطر د رمضان د میاشتې لپاره داسې وي لکه د سهوې سجدې د مانځه لپاره صدقه فطر د روژې نېمګړتیا ور پوره کوي لکه د سهوې سجدې چې د مانځه نېمګړتیا ور پوره کوي .

دوهم حکمت : د اختر په خوشحالیو کې له ځان سره غریبان او مسکینان شریکول دي هغوی چې په کور کې څه نه لري او دېته اړ وي چې هره ورځ کار وکوي او روزانه دخپل کار حاصل وخوري نو ستا سرسایه به د هغه لپاره د ورځې خوراک شي او لږ تر لږه د اختر په ورځ به دمه وکوي ، او هغه غریبان چې په کور کې داسې څه نه لري چې هغه مصرف او د اختر په ورځ خوشحالي وکوي دا به د هغوی لپاره مصرف شي او هغوی به هم د نورو مسلمانانو په څېر د اختر په خوشحالیو کې شریک شي، پدې ورځ چې ټول مسلمانان خوشحالیږي او دا د مسلمانانو لپاره د خوشحالی ساعت وي چې د الله تعالی یوه فریضه یې اداء کړه او په خیر سره پداسې حالت کې ورڅخه را ووتل چې د رمضان په سر کې به ډېر کسان وو چې له مونږ سره یې د رمضان د میاشتې انتظار کاوه اوس هغوی تر خاورو لاندې دي او مونږ د اختر د راتلو انتظار باسو نو ددې لپاره چې پدې خوشحالي کې هغه کسان هم له ځان سره شریکان کړو چې هغوی بې وسه وي نو سرسایه یوه بهترینه لاره ده .

د صدقه فطر حکم:

صدقه فطر واجبه ده لکه مخکې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه قول تېر شو چې هغه ویلي وو چې دا فرض کړل شوه علماء دلته فرض په معنی د واجب سره اخلي دجمهور فقهاوو همدا مذهب دی چې دا واجب ده . یو مذهب یې د سنت کېدو قائل هم شته لکن د حنفی مذهب له نظره دا واجب ده .

د صدقة الفطر شرطونه

صدقة الفطر په چا واجبه ده ؟ چې دوه شرطونه پکې موجود شي :

اسلام :

په کافر باندې نه ده واجبه .

وس او طاقت :

په هغه چا باندې واجبه ده چې وس یې وي په غریب باندې نشته او ددې لپاره چې څومره وس په کار دی د حنفی مذهب له نظره باید هغه کس د نصاب خاوند وی یعنی په کوم اړخ کې دومره مال ولري چې زکات ورباندې فرض کیږي که هغه په سرو زرو یا سپینو زرو کې وي ، که حیواناتو کې وي ، که نور جایداد ولري ، که پیسې ولري . (تبيين الحقائق للزيلعي وحاشية الشبلي (1/ 306))

او دلیلی یې یو حدیث دی چې حضرت ابو هریره رضی الله عنه یې روایت کړی دی فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : لا صَدقةَ إلَّا عن ظَهر غِنى. (رواه الإمام أحمد بن حنبل)

ترجمه : صدقه نشته مګر د مالداري په صورت کې .

او د زکات نصاب د سپینو زرو په حساب دوه سوه درهمه دی چې ۶۰۰ ګرامه کیږي او د سرو زرو په حساب شل دیناره دی چې په اوس وخت کې ۸۵ ګرامه کیږي .

په هر اصيل مسلمان چې د زکات د نصاب) په اندازه مال ولري واجبه ده . (الاختيار شرح المختار)

په نصاب کې د زکات او سرسایې دا فرق دی چې د زکات په وخت کې ورباندې حولان حول (د کال تېرېدل) ضروري دی لکن د سرسايې په وجوب کې يې صرف موجوديت کفايت کوي. (فتاوى قاضي خان)

صدقه فطر به څوک ورکوي؟

د حنفی مذهب له نظره به صدقه فطر یو کس د خپل ځانه ورکوي او د هر هغه چا له لوري به یې هم ورکوي چې دی د هغه والي وي یعنی دی د هغه په مال کې بغیر د هغه د اجازې تصرف کولی شي لکه ماشوم زوی ، ماشومه لور ، بالغ زوی هغه چې لیونی وي ، ځکه ددې ټولو په مال کې دا کس تصرف کولی شي دا په هغه صورت کې چې دوی غریبان وي او که دوی مالدار وي نو د دوی برخه سرسایه به د همدوی د مال څخه ورکول کیږي . (البحر الرائق)

دا د وجوب صورت دی یعني ددې خلکو صدقه فطر ورکول پدې کس واجب ده او که څوک یې لداسې چا ورکوي چې په ده باندې واجبه نه وي چې د هغه له لوري یې ورکړي نو صحیح ده .

که د انسان زامن وي او هغوى بالغان وي نو په ده نه ده ضروري چې دهغوى سرسايه هم ورکړي او که يې ورکړي نو صحيح کيږي. (الهداية)

صدقه فطر څه وخت واجبیږي؟

د حنفی مذهب له مخې کله چې د اختر د ورځې سحر را وخیږي صدقه فطر واجبیږي د احنافو دلیل د حضرت ابن عمر رضی الله عنهما حدیث دی چې فرمایي: أنَّ النبيَّ صلى الله عليه وسلم أمَر بزكاة الفِطر قبل خروج الناس إلى الصَّلاة. (رواه البخاري ومسلم)

ترجمه : بېشکه نبی صلی الله علیه وسلم امر وکولو په ورکولو د صدقه فطر مخکې له وتلو د خلکو مانځه ته .

زمونږ علماء فرمایي : دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکولو چې د عید مانځه ته له تلو مخکې باید صدقه فطر ورکړل شي نو ددې نه ښکاره شوه چې صدقه فطر د اختر د ورځې په راتلو سره واجبه شوې ده او دا چې صدقه فطر هم ورته وایو نو ددې امله چې د فطر د ورځې په راتلو سره واجبه شوې ده ، ځکه دا فطر (د روژې ماتول) هغه وخت معلومیږي چې د اختر ورځ شروع شي او انسان خوراک وکوي نو معلومه شوه چې نن یې روژه نه ده او ترڅو چې ورځ نه وي شروع شوې نو په رمضان کې هم د شپې خوراک کېدلی شي .

نو معنی دا چې څوک د اختر په شپه د سحر د راختلو نه وړاندې پیدا شو د هغه صدقه فطر ورکول هم واجب دي او که څوک د اختر په شپه د سحر راختلو نه مخکې وفات شو په وارثانو باندې لازم نه دي چې د هغه صدقه هم ورکړي .

صدقه فطر څه وخت باید ورکړل شي؟

د حنفی مذهب له نظره د صدقه فطر وخت فراخ دی داسې دی لکه زکات چې د کال په هر وخت کې ورکړل شی صحیح کیږي داسې صدقه فطر هم ده د ورکولو امر یې شوی دی او وخت پکې معین شوی نه دی هر وخت یې چې ورکړي صحیح ده لکن مستحب داده چې د اختر مانځه ته تر تلو وړاندې ورکړله شی.

او که چا د اختر تر مانځه پورې ورنه کړه بیا هم لده څخه نه ساقطیږی دده په ذمه پاتې ده ترڅو یې چې ورکړې نه وي .

لکه مخکې چې تېر شول که د اختر د ورځې نه يې وړاندې ورکړه نو صحيح ده او که د اختر په ورځ يې ورنه کړه نو بيا هم نه ساقطيږي ورکول يې واجب دي. (الهداية)

د اختر تر ورځ مخکې ورکول :

د حنفی مذهب له نظره د رمضان د شروع نه یې که څوک ورکول غواړي نو ورکولی یې شي لکه زکات چې د کال پوره کېدو نه وړاندې یې هم ورکول روا دي ، همداسې صدقه فطر اګر چې واجبیږي د اختر د ورځې د سحر په را ختلو سره لکن که په رمضان کې یې په هر وخت کې څوک ورکړي مشکل نشته. (المبسوط للسرخسي (6/ 110)

صدقه فطر څومره وي؟

د حنفی مذهب له نظره صدقه فطر د غنمو او یا د غنمو د اوړو نه نیمه پیمانه او خورماوو نه یوه پیمانه ورکول واجب دي چې هر یو ورکوونکی ته ا سان وي د هغه حساب نه دورکړي:

نیمه پیمانه غنم څومره کیږی؟

د اوسني حساب له نظره نیمه پیمانه غنم ۱۵۷۴ ګرامه او ۶۴۰ ملي ګرامه کیږي یعني یوه نیمه کیلو او ۷۵ ګرامه غنم یا اوړه کیږي. (فتاوای دارالعلوم دیوبند جواهر الفقه لمفتی محمد شفیع رحمه الله)

او په اوس وخت کې په مارکېټ کې ددې قیمت څومره دی؟ څوک چې سرسایه ورکړل غواړي نو له کوم دکاندار نه د پوښتنه وکوي چې یوه نیمه کیلو او ۷۵ ګرامه غنم یا اوړه په څو کیږي؟ نو چې هرڅو شوې دا د یوه کس صدقه فطر یا سرسایه ده

په صدقه فطر کې څه شی ورکړل شي؟

صدقه فطر له غنم ، وربشې ، خورما ، مميزو څخه واجبه ده .

د غنمو نه نيمه پيمانه (تفصيل یې مخکې تېر شو) د وربشوخورما نه يوه پيمانه په مميزو کې د امام ابو حنيفه رحمه الله د يو قول له مخې يوه پيمانه او د يو قول له مخې نيمه پيمانه ورکول واجب دي.

او که ددې شيانو څخه بغير بل کوم شى ورکول غواړي لکه جامه يا داسې نور نو د همدې شيانو د قيمت له حسابه څخه به يې ورکوي .

ددې نه چې پخپله دا شيان ورکړي دا غوره ده چې ددې شيانو قېمت ورکړي . (الجوهرة النيرة)

صدقه فطر چاته ورکړل شي؟

مخکې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په حدیث کې تېر شول چې دا د مسکینانو لپاره د مالدارانو په مال کې لازمه شوې ده نو مصرف یې مساکین دي هغه کس ته به ورکول کیږي چې هغه مسکین وي او فقیر وي ، که چېرته په کوم ځای کې مسکین او فقیر نه پیدا کیږي نو بیا د هغه چاته ورکړي چې نسبتاً تر نورو بې وسې وي .

او ترڅو پورې چې مسکین او فقیر موجود وي مالدار یې ورکول ناروا دي که هغه مالدار هرڅوک وي .

که ټوله یوه کس ته ورکوي هم روا ده او که ضرورت وينی چې یوه سرسایه په څو کسانو تقسیم کړي هم صحیح ده .