طبي اخلاق او اړیکې

د یو ناروغ په درملنه کې حقوقي او د ساتنې اړوند مسایل ډير مهم دي اما په افغانستان کې د همدې موضوع اړوند د معلوماتو نشتون تر ډيره حده په طبي سکتورونو کې فساد ته لار هواروي. نو برسیره پر دې چې یو ډاکټر کلینکي مسولیتونه لري، ورسره سم درې ساتنیزې او اخلاقي دندې هم ورپه غاړه دي.
د ناروغ له ژوند او روغتیا ساتنه د ډاکټر لومړی مسولیت دی. په یاد مو وي چې هر ډاکټر باید خپله دنده د نړیوالو صحي قوانینو په اساس ترسره او ناروغ ته بې ځایه او غیر ضروري ضیان ونه رسوی.
د بیلګې په ډول؛ درمل باید یوازې هغه وخت ناروغ ته ورکول شي چې دی ورته اړتیا لري. تجارتي، غیر مسلکي، تجاربي او پرته له اړتیا د درملو، معایناتو او یا هم عملیاتو ترسره کول په هیڅ وجهه د منلو ندي. په یاد موي چې ناروغ حق لري حتا د اړتیا وړ درملو له اخیستو انکار وکړي، په دې شرط چې ډاکټر ورته د عواقبو اړوند یې پوره معلومات ورکړي اوسي.
هر ډاکټر باید د ناروغ د خپلواکۍ له حق دفاع وکړي او ورته احترام ولري، دا دوهم اصل دی. په دې برخه کې ډاکټر مسول دی چې د ناروغۍ، د پیدا کیدو د عواملو، درملنې او پرمختګ اړوند ناروغ ته پوره معلومات ورکړي او د درملنې په برخه کې اجازه ورکړي چې ناروغ پریکړه وکړي.
ډاکټر مسول دی چې د ژوند او روغتیا نه مو حفاظت وکړي او ورسره عادل او با انصافه اوسي، دا دریم اصل دی. د ناروغ محرماتو او انساني کرامت ته پاملرنه تر ټولو مهمه خبره ده. هیڅ ډاکټر حق نلري چې د یو ناروغ له محرماتو سو استفاده یا ورباندې ناروغ وګواښوي.
ډاکټر ته باید نژاد، د اندام تناسب، جنسیت، اجتماعي طبقه بندي او داسې نور مسایل هیڅ ارزښت ونلري. هر ناروغ حق لري چې په مساوي شکل پرته له تعصب یا طرفداری یې درملنه وشي. ډیری بنسټونه په شمول د بشر حقونو چې په کال ۱۹۹۸ یې روغتیایي اقدامات تنظیم کړي دا ډاډ ورکوي چې ډاکټر باید له یادو قوانینو پیروي وکړي.

لیکوونکی: ډاکټر احمد شکیب احمدي