عسل شفاء ده

خالص عسل څنګه وپېژنو؟؟!

په عمومی ډول سره عسل څلوررنګه لری:

1: ژړته مایل، 2: سپین، 3: توربخن، 4: بور

خالص عسل لاندې ځانګړتیاوې لری:

1: عسل خپل ځانته خوشبوئی لری اوهیڅکله نه بدبویه کیږی۔

2: سپی چی په هره اندازه وږی وی، عسل نه خوری؛ اوکه ئې وخوړل هغه اصلی عسل نه دی۔

3: دټوکریوه ټوټه په عسلوکی اوبیااورته ورواچوی، که ئې فورااورواخیستی نوخالص عسل دی اوکه په اوراخیستلوکی ئې ځنډ راغی نوخالص عسل نه دی۔

4: په خالصوعسلوکی ګل ترډېرې مودې پوری نه پکښې خرابیږی چی وعسلوته ورواچول شی۔

5: په یوه ښېښه ئې لوښې کی اوبه اوعسل سره یوځای کی ، که عسل داوبوسره یوځای شول نوخالص عسل نه دی اوکه ورسره یوځای نشول نوخالص عسل دی۔

6: هوږه په عسلوولړی که ئې بوی نه وونوپوه شی چی خالص عسل نه دی۔

7: په یوه مرتبانه کی عسل ورواچوی اویو کورنۍ موچمچۍ هم ورواچوی، که داموچمچۍ دعسلوباوجودوالوتل نوخالص دی اوکه موچمچۍ نشوای کولای چی په دې مرتبانه کی والوزی اووزرونه ئې په عسلوکی ډوب شول نوداخالص عسل نه دی

8: پرسپین کاغذباندی څه عسل کښېږدی، وکاغذته څه حرکت ورکی، که عسل دخپل ځای څخه بل ځای ته ولاړل نوداخالص عسل دی۔

9: عسل اومالګه سره ګډکړی، اوبیاوګوری که عسل نمکین نه وه نوپوه شی چی داعسل خالص عسل دی۔

10: پریوه کاغذباندی عسل کښېږدی اودیوه پنسل په واسطه په عسلوکی لیکی وکاږی، که عسل سره خپاره نشول نوپوه شی چی داخالص عسل دی۔

11: پرپوستکی باندی چی یوزخم وی، عسل پرکښېږدی، که ئې ټپ جوړنه کړنوپوه شی چی داخالص عسل نه دی، اوخالص عسل زخم ډېرژرجوړوی۔

پای

یادونه:

(انګور)- قرآني پوټي او دهغوي طبي ګټې (۴برخه)

(انــــــــــــــګور   )

دتیروڅومبارکو نومونوپه څېر دانګورنوم هم په فصیح کلام الله المجید کي په تکرار راغلی دی چي په عربي ژبه کي (عِنَب) ورته ویل کیږي اوانګورهم دجنت میوه اوبندګانوته په دنیا کي دیوه عظیم  اوخوندور نعمت په ډول ورکول شوی دی ،په عظیم الشان قرآن کي انګور یوولس ځایه ذکر شوی دی پرعثماني ترتیب به هغه آیتونه راوړو چي دانګوروذکر ورکي راغلی دی البته هغو آیتونو ته به یواځي اشاره وکړو چي مخکي  د(النخیل) خرما یاد(الزیتون )ښون په بحث کي ذکر شوي دي لومړی په لنډو ټکو کي : سورة البقرة آیت ۲۶۶ سورة الانعام آیت ۹۹ سورة الرعدآیت ۴ سورة النحل آیت ۱۱ او۶۷ سورة الاسراءآیت ۹۱ سورة الکهف آیت ۳۲ سورة المؤمنون آیت ۱۹ سورة یس آیت ۳۴ سورة النبأ آیت ۳۲ اوسورة عبس آیت ۲۸

اوس په تفصیل سره

دسورة بقرة آیت ۲۶۶ دالانعام آیت ۹۹ دسورة الرعدآیت ۴ دالنحل آیات ۱۱ـــ ۶۷  دالاسراء آیت ۹۱ دالمؤمنون آیت ۱۹ اودسورة عبس آیت ۲۸ په بشپړ تفصیل سره دزیتون اوخرما په بحث کي ذکر شوي وو نودلته یې نه تکراروم  دسورة الکهف   یس شریف اودسورة النبأ آیتونه پرعثماني ترتیب :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لأحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا (٣٢)

ترجمه :اووښیه! (بیان کړه) دوی ته یومثال (دکفارو اومومنانوهغه ) دوه سړي چي ګرځولي (ورکړي وو) موږیو له دوی دواړوته دوه باغونه له انګورو(تاکونه) اوپټ کړي ووموږداباغونه په خرماؤسره اوپیداکړي ووموږپه منځ ددې (دواړوباغونو) کي کښت (فصل) دسورة الکهف په دغه ۳۲ آیت اورپسې ۴۵آیت دهغه په ضمن کي ددنیا بې ثباتي ،دکفر اوتکبر بدانجامي اودایمان اوتقوی پرمقبولیت باندي تنبیه ده دغه دوتړه سړي چي دهغوی مثال بیان شوی دی په واقعي ډول موجود وو؟یایواځي دتفهیم لپاره مثال فرض شوی دی؟ دعلماؤ په دغه مورد کي دوه قولونه دي اودتمثیل  ګټه په هرحال کي حاصله ده .                                 تفسیر عثماني ۱۵  ــــ ۱۷۰۱

زموږغرض دلته دانګوروذکر دی نورتفصیل نه شوورکولای

دوهم آیت شریف سورة یس ۳۴

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   وَآيَةٌ لَهُمُ الأرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ (٣٣)وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ (٣٤)لِيَأْكُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلا يَشْكُرُونَ (٣٥)

ترجمه :اویودلیل (دقدرت ) دی دوی ته زمکه مړه (وچه کلکه ) چي  ژوندۍ کوو هغه موږ(په اوبوسره)اوراوباسو موږله هغې زمکي څخه دانې نوله ځینوددغو(دانو) څخه خوري(خپل قوت پرې کوي ) اوپیداکړي مو دي  په دغې زمکي کي باغونه له (هرقسمه د) خرماګانواو(له هرراز کورو(انګورو) اوجاري کړي مودي په دغي (زمکي ) کي له چینو (داوبو)څخه دپاره ددې چي وخوري دوی له میوودهغو (مذکوره شیانوڅخه)اونه دي پیداکړي دغه (میوې)لاسونوددوی ،آياپس شکرنه وباسي دوی (په دغونعمتونودالله جل جلاله )

دریم آیت شریف   ۳۲سورة نبأ :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  انَّ للمُتَّقِینَ مَفَازًا   ۳۱    حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا (٣٢)وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا (٣٣)وَكَأْسًا دِهَاقًا (٣٤)

ترجمه:بېشکه خاص متقیانوته (په آخرت کي ) ځای دخلاصی بري کامیابۍ دی باغونه (دمیوې ) اودانګورو(وني ) دي اوپیغلي انارتیوني همځولي دي او(متقیانوته په جنت کي دشراب طهور)پیالې ډکي ترڅنډو دي

همدغه څوآیتونه دانګورودمیوې په اړه ذکرشول په عظیم الشان قرآن کي هرڅه شته  .درسول الله صلی الله علیه وسلم چي کومي میوې خوښي وې په هغو کي یوه هم دانګورمیوه وه .

ویذکرعن رسول الله صلی الله علیه وسلم انه کان یحب العنب البطیخ .الطب النبوي للدکتور نجیب الکیلاني ص ۷۱ په ډیرواحادیثو کي دانګوروذکر شته که سم کار ورځنی واخستل شي پرانګورو،وڅکو،کشمشو،سرکه ،اونورعصیراتوباندي یوضخیم کتاب لیکل کیږي که لوی رب جل جلاله وس اوخت راکړي زه خپله به له دې میوې سره اودهغې له ګټوسره بیخي ډیره مینه لرم نولیکنه به ورباندي ان شاء الله په تفصیل وکړم خواوس په لنډډول څه خبر ي ستاسي لوستلو ته نذرانه کوم :

انګورکه غلط استعمال اوپر کار ولویږي نواُمّ الخبائِث (شراب )ورځني جوړیږي که سم وکارول شي نولامده میوه یې جلادژوندانه ترټولوغوره میوه ،دجنت بیخي ښه اوبهترینه غذاء ده ،اوچي سم وچ کړای شي زموږپه هیواد کي درې ښه څیزونه ورځني جوړیږي کشمش ،وڅکي ،آبجوش  چي برهره یوه وچه میوه به یې خبره وکړو دانګوروعلمي نوم

Vitis  Vinifer –a دی

رستم الحکماء محمدهاشم آصف په خپل مشهور کتاب (رستم التواریخ) کي لیکلي دي :انګورشپږ۶۰۰ ډواونه لري چي تور، سره،شنه،سپین،اوبوته ورته .ژیړاونوررنګونه لري خوانګورټول انګوردي یعني ګټي یې سره مشترکي دي په افغانستان کي مشهوره وه چي په هرات یوسل شپیته ډوله انګور شته خومایې یواځي شپږډولونه ولیدل ،په ټول افغانستان کي هم دغه یوڅوډولونه شته لکه : کشمش ،ایته یا هیته ،ټنډیان،قلمک،شوندوخاني ،اونور ……… اوځیني یې ځينوسیموته منسوب وي لکه کندهاري ،هراتي ،غزنیچي ،کابلي،آکازي ،اونور……. امام زکریا ابن محمدابن محمودالقېویني په خپل مشهور کتاب (عجائب المخلوقات )کي دانګورپه اړه لیکي :کرم:اکثرالاشجار وجوداونفعا .انګور دونوډیره برخه تشکیلوي په ډېرښت اوګټه دواړوکي .یعني ډېرهم دي اوګټي یې هم بیخي ډېري دي

امام ابن عوام «ابوزکریایحی ابن محمدابن احمدابن عوام اشبیلي اُندلسي المتوفی في اواخر ۶۰۰ هجریة»په خپل بېمثل کتاب الفلاحة کي لیکي :چي په پښتویې ژباړه ټکي په ټکي رااخلم :دانګورله عجائبونه یوه داده چي که یې هغه لښته چي په هغي کي دمیوې کولوتوان وي ،راواخلي ویې کري (په زمکه کي یې ښخه کړي:نوپرلومړنې کال به غټ غټ وښکي وکړي ، اوکه ته یوه اندازه له توروانګوروڅخه بله دغومره اندازه له سپینوانګوروڅخه اوبله دغومره اندازه له سروانګوروراواخلې اودغه ډول یې پرې کړې چي پوست ورځني جلا نه شي یوه رنګ والاله بل رنګ سره ونښلوې اوویې کړې نوتور،سره اوسپین انګوربه درې سره په یوه تاک کي وکړي دغه درې سره رنګونه به په یوه تاک کي وي ،اوکه ته غواړې چي سپین انګورتورشي نودانګور دتاک خواوشا وکینده اوتورتیل(مثلاسوځلي مبلیبن )ورکي واچوه نوانګوربه یې تورشي ،اوکه ته غواړې چي دانګوروپه تاکونوکي چینجي پیدانه شي نوتاکان یې دتاک بري پروخت په هغه بیاتي (غچي) پرې کړه چي هغه غچي دي دچنګوښي یادلیوه په وینوسره کړې وي ،دانګورودتاکانوهغه اوښکي    (اوبه) چي دتاک بري پروخت راڅڅیږي که په یوه ښيښه کي واچولې شي اوهغه چاته چي دشرابو څښلوعملي وي (شراب څښل یې عادت وي ،العیاذ بالله)اودی پرې خبر نه وي ورویې څښې نوله شرابوڅښلوبه یې سخت نفرت وشي اودانشه به پریږدي که څه هم پخوایې یوګړی ورځني صبر نه شوکولای .

شیخ رئیس ابوعلي ابن سینا وایي :دانګورودتاکونواوښکي (اوبه)د(جرب )او(قوباء) دناروغیولپاره دواده

جرب: داء یحدث في الجلدبثوراصغارالها حکة شدیدة.   المنجد فی اللغة ۸۴ باب الجیم مع الراء

ترجمه :جرب یوه ناروغي ده چي په پوستکي کي پیداکیږي وړې دانې ورځني راخیژي اوهغه سخته کا(خارش)کوي اواوبه هم ورباندي راښکاره کیږي

القوباء:داء فی الجسدیتقشر منه الجلد ویعرف عندالعامة بالحزاز المنجد ص ۶۶۰ قوباء یوه ناروغي ده په بدن کي چي دبدن پوستکي ورځني خرابیږي اوپه عامه اصطلاح کي جزازورته ویل کیږي

جزاز:داء یظهر فی الجسدفیقشر ویتسع وقدیعالجونه بالریق ونصیحها القوباء .المنجد

جزازیوه ناروغي ده په بدن کي راښکاره کیږي پوستکی پر سراخلي اوپسي  پراخیږي داخلګ یې علاج په ناړوسره کوي اودې ته ورته قوباءناروغي ده دغه خبري دحکیم ابن سینا دناروغیو دپیژاندني لپاره دلته ماورسره اضافه کړئ اوس بېرته دعجائب المخلوقات مضمون ته ورګرځم :دانګورودتاکانوپاڼي چي وژوولي شي نوسستي اُورۍ ټینګوي اوچي وټکول اوپربدن ولګول شي اوورباندي ناروغ ځان خوله کړي نوتودې تبي اوحساسیت به یې ورک شي ،اودمیووډولونه یې ډیر دي ،اوعجیبه یې هغه میوه ده چي دغوایي سترګي ورته  ویل کیږي هره دانه یې لکه دجوزدومره وي ،بل قسم یې دپیغلي ګوتي بولي ځکه چي دانې یې دومره اوږدې  وي لکه دپیغلي دسرولاسونوسرې کړي ګوتي اوډیرځله یې یووښکی دومره اوږدوي لکه یوګز بل ډول یې دوالی نومیږي داډول یې تور انګور دي اوغټ غټ وښکي لري

حکیم ابن سینا وایي :انګورپه خپل موسم کي چي پرې شي نس ښوروي (یعني نوی تحرک ورکي راولي ) اونوروحکیمانوویلي دي :انګورسړی چاغوي اودجماع (کوروالي)شهوت زیاتوي ،اودمني ماده تولیدوي ،تبخیر یې دخزندولپاره دواده اوپرخپل وخت پرې کړشوي انګورچي له سرکې سره ګډکړي دبواسیرواوقوباء لپاره بهترینه دواده ،له انګوروکه مردارشراب جوړیږي لکه له مخه چي موذکر وکړ همدارنګه ورځني پاکه اومقدسه سرکه هم جوړیږي

دشرابوپه اړه له یوې کیسې وروسته امام قزویني رحمة الله علیه دسُرکې په اړه لیکي :سرکه چي نوهغه ښه کتغ ده لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :نعم الادام الخل . امام قزویني وړاندي لیکي :سرکه چي پربهېدونکې وینه باندي توی کړي (چي له پرهاره بهیږي)نوبنده به شي ،اودجرب،قوبااودګرموتبولپاره دواده ،اوچي تودې تبي یې کیږي که یې پر سرکیږدي نوجوړبه شي ،که دچاغاښونه ښوري نوپه سرکه دي غرغره (مضمضه) کوي غاښونه به یې ټینګ شي ،شهوت خلاصوي اوښوروي یې اواستسقاء له منځه وړي .

وڅکي: اوهرڅه چي وڅکي دي نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته وڅکي ورهدیه کړل شوې نوجناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :بسم الله نعم الطعام الزبیب،یشدالعصب ویذهب الوصب ویطفئ الغضب ویرضی الرب ویطیب النکهة ویذهب البلغم ویصفی اللون

ترجمه :دلوی خدای جل جلاله په نامه وڅکي ښه خوراک دی ،پلې ټینګوي اوناروغي لري کوي ،اوخواشیني ختموي ،اولوی رب جل جلاله راضی کوي ،اوطبیعت خوشاله کوي اوبلغم له منځه وړي اورنګ تازه کوي حکیمانوویلي دي :انګورمعده قوي کوي ،له زڼوسره چي یې خوري نوطبیعت حبس کوي(بندوي) اوله زڼوپرته خوراک یې طبیعت خلاصوي .     عجائب المخلوقات جلد ۲ ص ۳۵۲ ـــ ۳۵۳   والله اعلم

دانګورو ځیني نوري طبي ګټي !

دنویوتحقیقاتوپه رڼا کي به هم دانګورو،کشمشو،وڅکو اوآبجوشوپر ګټو خبره وکړواووروسته به دسرکې په موردکي بحث وغزوو!

په لنډوټکوکي :که څوک ډیرچاغ وي اوخپل وزن لږول غواړي نولس ورځي پرله پسې دي هره ورځ یوه یوه کیلو انګورخوري اوټوله ورځ دي بل هیڅ خوراک نه کوي وزن به یې کم شي .دانګورواوبه دسپوڅخي دډبري دتوری دډبری اوکثافت اودروماتیزم دوادي ،همداراز دانګورواوبه دنقرس دناروغۍ دواده .دنقرس پیژاندنه مامخکي کړې وه

یوه عربي محقق علامه ابن الحوراء دانګورودګټو په اړه یو بهترین کتاب لیکلی دی د(الخواص الصحیحةللعنب) په نوم چي ځیني ټکي یې دادي :انګوریوه بهترینه غذایي ،قمتي اوصحي غذاءده له دومره خوږوالي سره سره یې شکره (خوږه لوړه)په سل کي ۱۵ ده  ــ ګلکوزـــ ورکي ۷ په سل کي ده   ویټامین  ج اوب  ورکي په پراخه کچه پراته دي په خوراک سره یې دویني کولسټرول خصوصًا هغه بده نوعه چي   L –  D – Lورته ویل کیږي  لږوي

L –  D – L    کولسټرول چي دچاپه وینه کي وي هغه ته دزړه ناروغۍ ډېري ورپېښیږي ،انګور  ـــ اینې ته قوت ورکوي ،اوصفراوي مواداصلاح کوي ،دنقرس دناروغۍ په نوم چي پیژاندله کیږي چي په اړخونواوبندونوکي ددردپه سبب پیداکیږي ددې په مخنیوي کي انګورګټوردي .

ابن حوراء وایي :بحثونواوڅیړنوثابته کړي دي چي کومه سیمه چي دانګورو خوراک ورکي زیات وي همالته دسرطان ناروغۍ کمي بلکه نه وي ځکه چي په انګوروکي ډیرغذايي عناصر دي چي سرطاني  مادې له منځه  وړي اوپه انګوروکي څرنګه چي ویټامین ا ــ ج  ډېر دي نودفاسدو موادواوسرطاني حجراتو دختمولو لپاره موثر دي ـــ همداراز په انګوروکي دهډوکو دکمزوري کېدو دمخنیوي  علاج پروت دی بلغم ختموي اوسږي هم صافوي ،هم دارنګه :انګورداوریو دردونه ختموي اوغاښونه ټینګوي .

بوټي پېژاندی  لوله المغربي په خپله رساله (فوائدالعنب الصحیحةوالجمالیة) کي دابن الحوراء پرڅیړنونورټکي هم وراضافه کړي وايي:انګور لوړ فشارټیټوي ځکه چي ادرار زیاتوي ،ځکه چي په پراخه کچه پوټاشیم ورکي شته په انګوروپه ځانګړي ډول په پوستکي (ددانوپه پوستکي) کي یې ډېرعناصر شته لکه ویټامین بې جي چي دانسان بدن دعصبي نظام دسلامتۍ لپاره ورته دیره اړتیالري ،انګور له شیدونه هم زیات ژرهضمیدونکي دی ،انګورډېرعالي قیمتي علاج دي په ځانګړې توګه دهغه خلګولپاره چي په بدن کي تشنجات یادګردو(بډوګیو) کمزوري لري ،ځکه چي په انګوروکي مالګه اواوبه دواړه شته خوپه ډیره متناسبه کچه لکه څرنګه چي انګور په ښه ډول دویني دتصفیی اوله زهرجنوموادودپاکولوپه برخه کي مؤثریت لري ،دانګورو دتاکانوپاڼي چي پخې شي اوداسي جوړي شي لکه چای اوڅیښل شي نودبولو دادراردسمولو،دبډوګیواوسپوڅخي (مثانې) دصافولواوورځني دکثافاتو دپاکولولپاره ګټوره دواده ،اوپه ثبوت رسیدلې خبره ده چي هغه سیمي چي خلګ یې انګورډېر  خوري دسرطان ناروغۍ ډېري لږ ترسترګوکیږي له دې نه علاوه انګور دویني په پاکولواوپه بدن کي دمضرواوزهرجنوموادوختمولو،اوناببره دردونو اوکړکیچونوحالتونوکوم چي دانساني بدن دودي مخنیوی کوي په رفع اودفع کي ځانکړی تأثیر لري اودانګورپه          موجود مواددادي  :پوستکی ټینګوي اوله هغوتودوذراتووسره مجادله کوي کوم چي دبدن سپمونه ورتړي ،که انګور له شاتوسره ګډکړل شي (تورانګور) اوبیادغه ګډمحلول پرپوستکي  (دبدن پرپوستکي)شل دقیقې ولګول شي بیاپه نیم تودواوبوسره پرېمنځل شي نودبهترین لامدوکریموبلکه ترهر ډول ښوکریمودمخ اوبدن پوست ښائسته کوي ،که دانګورونیښتیځلي شوې اوبه پنځلس دقیقې پرمخ ولګول شي چي په پښه یې وهي اوبیامخ ورباندي لامدوي نودمخ پوستکی ځل اوبل کوي له دې نه پرته مضمون یې دابن الحوراء مضمون ته ورته دی .

اواوس به هم دانګوروپرمحصولاتو البته له وچولووروسته چي ورځني لاس ته راوړل کیږي څه بحث وکړو!

لکه چي مخکي مویادونه وکړه چي له انګورودرې شیان جوړیږي چي وڅکي ،کشمش اوآبجوش دي ددې دریو واړوګټي یودبل سره ورته دي په عربي اصطلاح کي مهم عنصر (الزبیب) دي چي موږپه پښتوکي په وڅکو ورځني ترجمه کوو ،خوپه پښتني رواجونوکي وڅکي له عربي (الزبیب) نه بېل شی دی ،موږوڅکي هغووچودانوته وایو چي انګورخیرن پیرن په دواړواوټولوکیمیاوي اوعفوني موادولژنده پربامونولمرته وغورزووچي څه زیات وکم یوه میاشت وروسته یې راکښته اوهمداغسي له خاورواوخزلوسره خورو اوکشمش هغه ته وایو چي په څالو کي یې پرتناوونودانګورووښکي راځړوواوله وچیدلو وروسته یې همداغسي له خاورواودوړوسره خورو اوآبجوشي هغه ته وایو چي هیته (ایته) انګورپرې کړوپه ټوکریوکي یې اچوواوله اهاک (چونه)ـ نه په راخوټيدونکي بیرل (بیلر) کي څوغوټې ورکوواوبیایوه غوټه په بل ډرم (بیرل) کي چي خړي اورڼې اوبه سره ګډي وډي ورکي وي .ورکووبیایې نولمرته غورزووچي له وچیدووروسته یې همداغسي له اهاک ډکي خورویعني بیایې دپریمنځلو نوبت نه راځي ځکه چي که بیا پریولل شي خوسا کیږي .خودعربو بیله طریقه ده اوطب نورڅه وايي

ډاکټر د الف العبراني یومفصل پرډیرو برخو مشتمل کتاب پردې موضوع لیکلی اونوروعربوحکیمانوبیخي ډیري لیکني په دې برخه کي کړي چي لومړنی شرط یې دممیزو(کشمشو) وڅکواوآبجوشو دجوړولو دادی  چي انګوربه لږترلږه هروښکی درې ځله په پاکواوبوپرېمنځي لومړنۍ جمله یې داده :

اولااغسل العناقید(عناقیدالعنب) بان تغمرالعناقید في اناء به ماء عمیق عدة مرات

الزبیب من العنب ص ۷

لومړنی وښکی دانګوروپرېوله داسي چي وښکی په یوه لوښي کي څوځله غوټه کړه چي ژوري اوبه ورپکښي وي

ورپسې نوره طریقه داسي ښيي:دلیمو (لیمبو) اوبه په بل یوه لوښي کي وننوه اووښکي له مینځلووروسته دیوې دقیقې لپاره ورکي ږده بیایې رااخله په پاکه فضاء کي یاپه پاکه هواکي یې چي تازه چلیږي کیږده یوه اونۍ وروسته یې راواخله خس وخاشاک ورځني بېل کړه هم داوڅکي دي

اوداهم لازمه ده چي دغه دانې ټولي روغي وي که چاودیدلې وې بیایې خونداوتأثیر خرابیږي ،نوله څلورویاپنځوکیلوانګورونه یوه کیلووڅکي لاس ته راځي چي همدغه نوبهتریني اوډیري ګټوري وڅکي دي .دعربوحکیمانولیکلي دي چي دغه ډول وڅکي دانکوروله ټولوانواعوجوړیږي خوایته (هیته) خاص مقام لري خوبیخي به له خپلو وطني وڅکوکشمشواوآبجوشوهم نه ناهیلي کیږو چټلتیایې ځان ته خبره ده خوګټي یې هماغه دي کومي چي یې طبیبان بیانوي البته چټلتیابه یې خامخا څه منفي تأثیرات هم لري .

دوچوانګوروچي هرډول یې وي په ځانګړي ډول هغه چي لمرته وچ کړای شوي وي طبي ګټي دادي: په وچوانګوروکي ډېرغذائي عناصرموجوددي دنزلې لپاره ګټوره دواده ،دځيګر،معدې اوکولمودسون (سوخت)لپاره ټک وپتری ده ،امام ابن قیم رحمة الله علیه په خپل مشهورکتاب (الطب النبوي) کي لیکلي دي بهتریني وڅکي هغه وي چي غټي وي(یعني آبجوشي)پوست یې نرم وي اودخوراک پروخت یې زڼي ورڅخه وغورزول شي چي وخوړل شي ټوخي ته ګټه رسوي ، دبډوګي اوسپوڅخي ددردلپاره ګټه ده معده  قوي کوي اونس نرموي  ـــ ترپایه  اطباؤلیکلي دي چي معده قوي کوي اینه اوتوري ته ګټه رسوي ،دځیګر،ستوني اوسږوددردلپاره دواده ،اودحافظې وقوي کولو لپاره ګټوري دي زړه ته قوته ورکوي اوګرمي ختموي دلوړفشارلپاره دواده ،دروماتیزم لپاره ګټوره نسخه ده،حکیم انب سینا وایي :الزبیب صدیق الکبد والمعدة والعنب والزبیب بعجمهما جید  ــ ای کل منهما لاوجاع المعی والزبیب ینفع الکلی والمثانة .

هم داراز په وڅکوکي پوتاشیم (هغه موادچي دویني فشار له لوړیدوساتي) زیات دي ،دکولسټرول ناروغۍ ته ګټه رسوي همداشان نوي محققین وايي چي وڅکي یواځي استعمالول ښه نه دي بلکه ددې لپاره چي ټول مضرتونه دفع شي نوکله له لیموکله له مرچ اوکله نوروشیانوسره ګډي وخوړل شي ترڅوتعادل وساتل شي .

هم دغه ونوري ډیري ګټي لري چي په لنډوټکوکي وړاندي شوي لکه چي له مخه موذکرکړي ووچي له انګورویوه بله ډیره مقرسه اوپاکه ماده تولیدکیږي چي هغې ته موږسرکه وایو اوپه نبوي صلی الله علیه وسلم مبارکواقوالوکي هم دهغې نوم(الخل ) یادشوی دی نوددې مبارکي غذاءاومقدس کتغ په اړه به بحث وکړو !

ســــــــرکه :

بسم الله الرحمن الحیم

۱ ـــ  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :نعم الادام الخل  ـــ الحدیث  رواه مسلم والامام احمد رحمهماالله

۲ ـــ وقال :اللهم بارک فی الخل فانه کان ادام الانبیاء قبلي . رواه ابن ماجه  کتاب الفوائد الصحیحة للخل حکیم فارس عدیل ص ۲

۱ ــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : سرکه ښه کتغ ده!

۲ ـــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي یاالله ! په سرکه کي کي برکت واچوه ځکه چي ماڅخه دمخکینوانبیاؤکتغ وه دسرکې په اړه داحادیثوپه نوروکتابونوکي هم احادیث شته خودغومره کفایت کوي چي کوم شي ته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه وویل نوهغه شی که هر  نوره بدي نلري .

پخوانیواواوسنیو حکیمانوددې احادیثوپه رڼاکي دسرکې په اړه تحقیقات کړي دي تردې چي پرکال ۱۴۲۷ هــ ق او۱۴۲۸ هـ ق نوي انکشافات هم مخي ته راغلو چي وروسته به یې هم اواوس به هم ورځني دغه یوه خبره وکړم چي پرپورته یادوشویوکلونویوه نویه ناروغي چي د (انفلونزا)نوم ورکړشو په انسانانوکي خپره شوه اوویل کېدل چي له مرغانواخیسته کیږي ددې لپاره ښه ساده علاج اوډېرآسانه سرکه ده که یېڅوک خوري نونه پرې اخته کیږي اوکه یې پرې اخته څوک استعمالوي نورغتیا به مومي .

سبحان الله  !اللهم صل علی رسولک خیرالخلق کلهم

پورته چي مي پرکوم کتاب حواله ورکړه همداغه کتاب په صحیح رایت نقل کوي :

والثابت عن رسول الله صلی الله علیه وسلم انه کان یأکل الخل مع الزیت .اوداثابته شوې ده چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سرکه له غوړو(دزیتون له غوړو)سره خوړله وړاندي لیکي چي سیدنا فاروق اعظم رضی الله  عنه هیڅ بل شی نه خواړه مګرزیتون اوسرکه اوتر هغه وخته یې غوښه نه خوړله ترڅوچي دمسلمانانوفقیرانوبه ونه خوړله .

الفوائدالصحیحة للخل ص ۶ للمحقق فارس عدیل

اللهم صل علی الصحابة اجمعین وعلی الخلفاء الراشدین بخصوصهم

دسرکې طبي ګټي :

په لنډوټکوکي به دسرکې ځيني ګټي دپخوانیواواوسنیوطبي څیړنوپه رڼا کي یادي کړو

دویني غوړځګي (کولسټرول) لږوي ،خوچي له خوراک نه دپاسه دشنوشیانوله سلاتې سره ګډه شي اووخوړله شي ،

شریانونه پاکوي .ډاکټر جارفیس په خپل کتاب (الطب الشعبي) کي لیکي :سرکه کولمې له جراثیموپاکوي ،دبډوګواوسپوڅخي وستې (هودونه) له پاړسوبونوپاکوي اوصاف یې ساتي ،اوادرارسموي .

د،ډاکټر احمدالغامدي په نوم یوه عربي محقق په خپله ډېره نویه رساله (فوائدطبیة عدیدة للخل والزیتون) کي لیکلي دي :سرکه دچاغ انسان وزن کموي،ځکه چي دوازګوتراکم نه پریږدي ،وینه له پنډوالي ساتي اودویني خوږه لوړه لږوي ،اوهم داراز وړاندي لیکي :کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :نعم الادام الخل ـــ نوله هغې ورځي ترننه پوري محققین درازونوپه راسپړلوبوخت دي اونوي نوي انکشافات هره ورځ مخي ته راځي دوزن دکمولولپاره ټوله نړۍ نن ورځ سرګردانه ده خوجاپاني محققینویې دغه ساده علاج تجویز اوورباندي تجربې وشوې چي ډېرګټور آسانه اوارزانه علاج ثابت شو چاغښت دډیروناوړوناروغیو لامل کیږي لکه دزړه ناروغي ،لوړفشار،دویني کولسټرول ،داینې ناروغۍ ،روماتیزم ،دشکري (خوږه لوړي)ناروغۍ ،اودپښواوملاددردونوناروغۍ نودچاغښت مخنیوی پکاردی اوهغه په سرکه سره کیږي        ص ۱۲ ــ ۱۳

وړاندي لیکي :سرکه دستوني ددردلپاره ګټوره ده ،اوهغه جراثیم وژني چي په کتغ کي وي  ــ په لینګوکي دویني جریان سموي ،دروماتیزم ددردونولپاره ګټوره  اودلمرله تودوخي اووړانګونه  دپېښوشویوناروغیولپاره ټک وپتری ده،اوهم داراز دبدن پوستکي سم ساتي ،دعضلاتو دردونه کراروي اووېښتان ښه ساتي اوټینګوي یې ،اوپه پای کي لیکي کومه جامه  که نه پاکېدله  یوټپ باندي وویایې غوښتل چي ښه ځلاورکړي اوجراثیم ورکي مړه شي نوپه سرکه دي پریمنځي  .

انتهیْ  ملخصا ص ۳۵ص ۳۹ص ۴۳

دپارسي محققینوپه څیړنوکي یې یوڅوګټي نوري هم وراضافه کړي دي :

په بدن کي مضري بکتریاوي وژني ،داسهال ددفع لپاره ښه مؤثریت لري ،دبدن دخولوبوی ورکوي که دچادخولي بوی ځي (له مخه حیا) نودلرګي مسواک دي په سرکه لامدوي اوورباندي ټینګ ټینګ دی غاښونه وهي که یې دبدن بوی ځي (حیادي وي) نوپه سرکه دي ټول بدن لوندکړي لږګړی وروسته دي پاک ولمبیږي بدبویي به یې ورکه شي،سرکه دمعدې دګازدډیریدومخنیوی کوي ،اوکه څوک یې په خوله غرغره کوي اومسواک پرې وهي نوغاښونوته ځلاهم ورکوي چرکیات یې هم له منځه وړي او اُورۍ هم ټینګوي  اونوري بېلابېلي ګټي چي اکثریت یې هغه دعربي محققینو په اقوالو کي ذکرشوې دپارسیانودبوټي پیژاندودغه اونوري ګټوري خبري دسرکې په اړه ایراني محقق (آزاده تجارزاده) په رساله (خواص سرکه) اوهم داراز مشهورایراني بوټي پیژاندي اومحقق مرتضی نظري په خپل ګټورکتاب (خواص میوه های خوراکي) کي لیکي دي

سرکه یواځي له انګورونه بلکه له اکثریت میووڅخه جوړیږي خوښه اوګټوره سرکه دانګورواوسیبو(مڼو)ده

په یادلرئ! په بازارونوکي په ځانګړي ډول په دغسي هیوادونوکي چي پرهیڅ شي باندي دحکومت کنټرول نشته اونه هم په دې سیمه کي په حکومتونوکي دااحساس شته چي دخپلوولسونودین ،عقیدې،عمل،صحت،تعلیم اونوروچاروته پام وکړي یواځي په اداري فساداوخپل عیش ،شراب اوشباب باندي یې خپل مردارژوندتېرکړ نوپه دې بازارونوکي چي دسرکې په نوم کوم زهرجن مواداوتیزاب خرڅیږي دغه هیڅ سورکه نده ،بلکه دروغتیالپاره زهرقاتل ده  ـ که څوک سرکه  غواړي  اوګټي یې ورته ارزښت لري نولاسي دې جوړه کړي یادي له داسي اعتمادي مسلماندیانتدار څخه ترلاسه کړي لکه زکوږدکلي دسورکې خالا چي مشهوره مسلمانه عزتمنه اوحلا خوره ښځه ده دسورکې ماهره ده جوړوي یې پلوري یې اودخپل اولاد لپاره حلاله نفقه لاس ته راوړي اوټول دسورکې دجوړولوموادیې حلال دي اوتیزاب اوعفوني موادورکي نشته .

دانګورواوسوکې ټولي خوڅه لسمه برخه ګټي مي هم نه دي ذکرکړي خوددې لنډبحث لپاره دومره کافي ګڼم که خدای پاک جل جلاله په پښتوکي پښتنومحققینوڅیړونکوته وس ورکړي چي نوري اوږدې لیکني هم ورباندي وکړي نوبه دپښتانه ولس لپاره شرح صدر شي،دبحث په پای کي به دانګورواوسرکې دخوب تعبیر هم ذکرکړو اودانصاف لرونکوسترګوته به خپل دغه خام موادډالۍ کړو.

 

دانګوروپه خوب لیدل :

حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمايي:

په خپل موسم کي تورانګورپه خوب لیدل دغم اورنځ دراتلونخښه ده،اوبې وخته خوف اوویره ده ،اودکوم انګوراوبه چي توري وي دحرام مال دلاس ته راوړلونخښه ده ،سپین انګورپروخت خوړل دمال اودولت په زحمت سره دلاس ته راوړلونخښه ده، اوسره انګورپرخپل وخت خوړل دلږي ګټي نخښه ده ،دسځت پوستکي والاانګورخوړل دمال دلاس ته راولونخښه ده چي په زحمت سره به وي ،اودنرم پوست والاانګوردحلال مال نخښه ده ،کوم انګورچي په لیدلوکي سوروي دعزت اوتبې نخښه ده،اوتورانګوردغم اورنځ نخښه ده،اوکوم انګورچي خوږلونداوپاک وي دمال مرتبې اودعزت نخښه .  والله اعـــــــــــلم   (تعبیرالرؤیا ص ۱۲۳)

سرکه په خوب لیدل :

حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمایي:

سرکه په خوب لیدل حلال مال دی اودهغې دخوړلوتأویل نېک دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: نعم الادام الخل  ـــ  الحدیث  ـــ                     تعبیرالرؤیا ص ۳۱۰