غاړه یا څټ مو ولې درد کوي؟

د غاړې یا څټ له درده ډېر خلک؛ په ځانګړي ډول ځوانان زیات شکایت کوي.

دلته به درته روښانه کړو، چې دا درد زموږ له ځینو غلطو عادتونو څخه سرچینه اخلي او که دا عادتونه بدل کړو، له دې درده خلاصیدای شوو:

موبایل او کمپیوټر ډېر کاروئ!

د ناستې یا ولاړې په وخت د بدن نامناسب حالت د څټ د درد یو لوی دلیل دی. د ټلیفون یا کمپیوټر د استعمال په وخت چې څومره سر یا څټ مخکې یا شاته نیسئ، هغومره مو د څټ مهرې ډېرې خوږیږي.

هڅه وکړئ، چې د امکان تر حده موبایل ټلیفون داسې سترګو ته ونیسئ، چې د څټ د درد مخه ونیسي.

د کمپیوټر د استعمال په وخت هم هڅه وکړئ، چې په مستقیمه توګه د کمپیوټر پردې ته وګورئ.

که د کمپیوټر پرده یا سکرین په ټیټه ارتفاع کې وي څو کتابونه یې لاندې کیږدئ، چې ارتفاع یې لوړه شي.

شدید اضطراب

اضطراب لرل هم د غاړې یا څټ د دردولو یو دلیل دی. هڅه وکړئ، چې بې اضطرابه او په رواني لحاظ ارامه شئ.

ورزش، پلی تګ، تفریح او بنډارونه وکړئ څو له دې نارامیو خلاص شئ.

سګریټ مه څښئ!

سګریټ څښل پر نورو زیانونو سربېره د ژنرتیو ډیسک په نوم یوه ناروغي په انسان کې پياوړې کوي. د دې ناروغۍ له کبله د انسان د فقرات ستنې تخریبیږي.

که د سګریټو څښاک کم یا بیخي یې پریږدئ، د نورو ګټو ترڅنګ به مو د څټ دردونه هم کم شي.

خوب مو ناسم دی!

د دې لپاره، چې هر سهار له خوبه وروسته مو غاړه یا څټ ونه خوږیږي، د ویدیدو پروخت ورته سمه پاملرنه وکړئ.

داسې ویده شئ، چې سر مو پربالښت نه ډېر مخکې او نه ډېر وروسته وي، د بالښت یوې څنډې ته یې هم مه راکاږئ.

سربېره پر دې د بالښت انتخاب داسې وکړئ، چې ورسره ځان راحت احساسوئ.

ځینې له لوړ، ځینې له ټیټ او ځينې له متوسط حد بالښت سره راحت وي، تاسې خپله ځانته ښه انتخاب کولای شئ.

هغه کسان، چې پړمخ یا پرخپلې ګېډې ویده کیږي، دوی ته د څټ دردۍ احتمال ځکه زیات دی، چې دوی په یوه لوري را څرخي.

له فوم لرونکو بالښتونو څخه ګټه اخیستل هم درته ډېره ګټه کوي.

ډېر ورزش خو به نه کوئ؟

ډېرورزش کول هم د څټ د دردولو یو دلیل دی، ځکه په ورزش کې هم څټ ډېر تاویږي او د دردیدو سبب یې ګرځي.

د غاړې بیک مو دروند دی؟

ډېر خلک نه پوهیږي، چې د غاړې د بیک دروند والی یې عضلاتو او غاړې ته څومره صدمه رسوي.

هڅه وکړئ، چې د غاړې بیک مو دروند نه وي، ځکه دا مو څټ په درد کوي او ناروغۍ ورته پيدا کوي.

ډېرې ژاولې ژووئ؟د ډېرو ژاولو ژول که ځينې ګټې لري یو تاوان یې دا دی، چې له خولې سره پر تړلو او ورته نیږدې عضلاتو مو فشار زیاتوي.

له دې عضلاتو څخه یې ځينې د غاړې یا څټ اړوند عضلات دي، چې تر فشار لاندې راځي او د څټ د درد سبب کیږي.

عزم پاڼه