غواړم خلکو ته محبوب شخص شم، څنګه دا کار وکړم؟

هر وګړی غواړي چې د ښه شخصیت درلودونکی شي، بیا ولې د مثبت لوري نه منفي اړخ ته ځو؟ دا ډول پوښتنې د هر عام وګړي په ذهن کې ګرځي، مخکې د دې نه چې په دغو پوښتنو وغږیږم ترټولو لومړی باید دشخصیت پېژند وړاندې کړم.

شخصیت د فرد د ټول وجود شاملولو ته وایې، چې د بدن عمومي وضعه یې لکه مهارتونه، امېدونه، احساسات، عادات، هوش، اخلاقي ځانګړنې، افکار او معتقدات یې څرګندوي یا شخصیت د فکر، احساس اوسلوک کولو یوه ځانګړې نمونه ده چي یو کس له بل کس څخه بېلوي.

د ګران هیواد د شته ناخوالو ترټولو لوي لامل د مثبت ذهنیت نه شتون دی، دا هغه څه دي چې له يو نفر نه شروع کيږي او ټول انسانیت ته غزيږي، چې بڼه يې دومره غښتلي شي چې ورکیدا يې له امکانه ووځي. منفي ذهنونه دومره حاکم شوي چې ټولو ناخوالو: ناپوهۍ، بې اتفاقۍ، وروسته والي ته يې ملا ورتړلې؛ نو اړينه ده فکر پرې وشي، د منفي والي په ځای مثبت والی نهال شي. مثبت ذهنیت دی چې د تشویق او همت چاپیريال مینځته راوړي چې د چارو ترسره کولو کې مهم رول لوبوي، کارکوونکي ته ډاډ ورکوي، مخې ته پراته خنډونه يې ليرې کوي.

دشخصیت ترلاسه کول هم څه اسانه کار نه بریښي، دا باید هم په یاد ولرو ، چې مثبت او منفي کړنې هم زمونږ دشخصیت لوری ټاکي، که په لنډ ډول ووایو د انسان هرډول کړه وړه د ده د شخصیت څرګندونه کوي، چې مثبت کړه وړه یې د مثبت شخصیت او منفي هغه یې د منفي شخصیت څرګندونه کوي، خو باید په یاد ولرو، چې د انسان ظاهري شکل دهغه شخصیت نشي څرګندولای، خو د شخصیت په بشپړولو کې هم بې برخې نشي پاتې کېدلای.

عموماً انسانان د شخصیت له نظره دوه ډوله دي منفي او مثبت، مثبت انده وګړو ته په چاپيريال کې موجود شیان ټول ښه معلومېږي تر ډیره کوښښ کوي چې بدو شیانو ته هم په ښه سترګه وګوري، د پاک او مثبت ذهنونو واله د هر څه څخه خوند اخلي، هر شی ورته ارزښتمند ښکاري د هر شي په ارزښت پوهېږي، دوي هر وخت نورجذبوي او په نورو ګران وي.

یو ښه شخصیت له ښو کړو وړو سره اړیکه لري، هغه انسانان، چې پرخپل نفس لوړ اعتماد لري، هېڅکله ناوړه کړه وړه نه ترسره کوي، نو په دې دلیل اړمند وي چې دخپلو ناوړه کړو وړو پروړاندې بخښنه وغواړي.

مثبت شخصیت په چاپیریال کې خوشبین لیدل کیږي، په کلي ګاونډ کې په نورو لکه لمر بریښي، هر وخت یې شونډې له مسکا سره اموخته وي. د بدو پر ځای ښه ویناوال وي، په مجلس کې په نرمه او خوږه ژپه غږیږي.

او بل اړخ ته هم منفي شخصیتونه دي د هغوی هغه ټول افکار، ناسته پاسته، چل چلند یې منفي وي، د هر شي منفي اړخ څېړي، د نورو په زړونو کې ځای نشي پیداکولای، له هيچا څخه خوښ نه وي که څوک ښه هم ورسره وکړي د ده په ذهن کې یو ډول ډار وي چې دا ولې زما سره ښه کوي او نا وړه ورته ښکاري، تل پریشانه وي، په احساس کمترۍ کې مبتلا وي.

په چاپیریال کې ښه شخصیت درلودونکی د محبوبیت په جامه کې ژوند تیروي، هر وګړی یې په ښه نوم سره یادوي، درنښت يې ورځ تر بلی پرمختګ کوي، یوازې دی نه بلکه کورنۍ ته یې هم احترام لري.

خوشالي او غم هم زموږ دشخصیت څرګندونه کوي باید، چې تل خوشاله او خندني واؤسو ترڅو نورو او ځان ته مو شخصیت ترلاسه کړی وي.پوهه او علم حاصل کړو دا ټول په شخصیت جوړولو کې مهم رول لري، باسوادي انسان ته د ښې لارې انتخاب وربښي. خپل شخصیت داسي جوړ کړئ چې دنور دخوښۍ سبب شي، مونږ طاقت او وړتیا لرو چي خپل شخصیت داسي جوړ کړو چي څنګه مو زړه غواړي. موږ باید خپلو شخصیتونو ته داسي انکشاف ورکړو چي هم زموږ سره کومک او همکاري وکړي او هم دنورو د خوشحالۍ سبب وګرځي.

منفي شخصیت بې چاره، د ناهیلۍ ښکار ګرزي، سلوک، کړه وړه، رویه یې د نورو د خوښۍ وړ نه وي، حیثیت او مقام یې په معاشره کې ټیټ وي، بلاخره په احساس کمترۍ اخته شي.قضاوت پر تاسو کوم شخصیت د خوښې وړ ګرزیدلی شي.

اوس ستاسي خوښه ده کوم شخصیت د ځان لپاره غوره ګڼئ که د خپل منفي نقطونه په تنګ یاست نو په لږ کوشش سره د ځان لپاره مثبت شخصیت انتخاب کړئ.

د مثبت شخصیت لپاره غوره ټکې باید په پام کې ونیسو، انسان یو د تغیر وړ مخلوق دی فقط زموږ هغه درونې احساسات باید کنټرول او مثبت خوا ته یې متوجه کړو لکه: نیت، ځان باندې اعتماد، د زړه پاکوالی، صداقت، اخلاص، ښه سوچ اوداسی نور.

د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړو، له حسد او کېنو نه پاکه رویه ولرو، باید تل خپلو همکارانو او ملکرو ته زغم او حوصله ولرو، په کور کې د ښه چلند خاوند شو. تعصب دانسان شخصیت ته زیان اړوي او په ټولنه کې دانسان ارزښت له منځه وړي باید ډډه تری وکړو نو د ښه شخصیت درلودونکي به شو.

خوشالي او غم هم زموږ دشخصیت څرګندونه کوي باید، چې تل خوشاله او خندني واؤسو ترڅو نورو او ځان ته مو شخصیت ترلاسه کړی وي.

پوهه او علم حاصل کړو دا ټول په شخصیت جوړولو کې مهم رول لري، باسوادي انسان ته د ښې لارې انتخاب وربښي. خپل شخصیت داسي جوړ کړئ چې دنور دخوښۍ سبب شي، مونږ طاقت او وړتیا لرو چي خپل شخصیت داسي جوړ کړو چي څنګه مو زړه غواړي. موږ باید خپلو شخصیتونو ته داسي انکشاف ورکړو چي هم زموږ سره کومک او همکاري وکړي او هم دنورو د خوشحالۍ سبب وګرځي.

د انسانانو ښه او بد د هغوی د شخصیت برخه ده، موږ هغه چاته چې نېک خویه او ښه کارونه کوي نېک عمله انسان وایو او هغه چې د دیني او ټولنیزو اصولو پر خلاف عمل کوي بد عمله بولو، یعنې اخلاق او وړتیاوې دي، چې انسانان يې یو له بله توپیر کړي او د دوی د پېژندګلوۍ بريدونه يې ایجاد کړي دي.

دخپل شخصیت جوړوني او اصلاح له پاره باید کوښښ وکړو چې پر نورو باندې خپل نظر تحمیل نه کړو بلکه متاثره یې کړو. د هر شي وخت وپیژنو د خندا، ټوکو، د لوبو، سیل او داسی نور. په یاد وساتئ چي شخصیت دا معنی نه لري چي تاسو باید ظاهراً څنګه واوسېږئ بلکې شخصیت دا معنی لري چي تاسو خپل ځانونه څرنګه څرګندوئ.

د مثبت ذهنیت دومره ګټو او اړتيا ته په کتو راځئ د نن نه په کار پیل کړو، باید لومړی فردي مبارزه وکړو دا مبارزه به یوه ورځ په ټول هیواد کې رول ولوبوي، باید ورته لبیک وویل شي او دروند ملاتړ يې وشي؛ مثبت ذهنیت دی چې خوښۍ زيږوي او هيڅ مالي اړتیا ورته نه ليدل کيږي.

لیکنه: حضرت الله رحیمي