غوزان تر ټولو غوره صحي وچه مېوه ده

د ساینس پوهانو په وینا، انټي اکسيډنټ مواد په غوزانو کې دوه برابره دي، چې د ناروغیو د مخنيوي سبب ګرځي .

امریکايي ساینس پوهان وايي د ښې روغتیا لپاره باید غوزان د نوو مغزیاتو په پرتله ډېر وخوړل شي .

د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې امریکايي ساینس پوهانو امریکايي کیمیايي ټولنې ته وویل چې په غوزانو کې د انټي اکسيډنټ په نامه مواد د نورو مغزیاتو په پرتله ډېر دي .

د ساینس پوهانو په وینا، همدغه مواد دي چې د انسان په بدن کې د ناروغيو د مخنيوي سبب کېږي .

د سکرانټون پوهنتون ډاکټر جو فینسون چې په دې برخه کې یې تجربې کړې دي، پر نهو بېلابېلو مغزیاتو تجربې وکړې، او په پای کې ورته څرګنده شوه چې په غوزانو یا چارمغزو کې د نورو ټولو په پرتله انټي اکسیډنټ مواد ډېر دي .

ساینس پوهان دا هم وايي نور مغزیات هم خپلې خپلې ښېګڼې لري، خو په غوزانو کې دغه مواد ډېر دي؛ ځکه یې دوی سپارښتنه کوي چې د ښې روغتیا لرلو په خاطر یې خلک وخوري .

دوی وايي چې غوزان د مومپلیو، بادامو او پستې په پرتله ډېر صحي مغزیات دي .

د ساینس پوهانو په وینا، انټي اکسيډنټ مواد په غوزانو کې دوه برابره دي، چې د ناروغیو د مخنيوي سبب ګرځي .

انټي اکسيډنټ مواد ډېر ګټور او له غذايي عناصرو ډک دي، داسې چې ښه پروتین، ويټامين او اوسپنه لري، چې دې ټولو ته د انسان بدن اړتیا لري .

تېرو څېړنو په ډاګه کړې وه، چې د لږو انټي اکسيډنټ لرونکو مغزیاتو یا نشه لرونکو داروګانو خوړل د زړه د ناروغۍ، سرطان او شکر په څېر د ناروغیو په مخنيوي کې ښه رول لري .