قبـر کې وخت څنګه تيرېږي؟

يوه واقعه :

دحضرت عيسی (عليه السلام) دا معجزه هم وه چې دالله تعالی په امر سره به يې مړي ژوندي کول.

يوه ورځ حضرت عيسی (عليه السلام) خپل قوم ته يو مړی را ژوندۍ کړ ورته يې وويل چې اوس دغه قوم ته دقبر حالات په خپله بيان کړه !

سړی په خبرو شو او خپله کیسه يې داسې پيل کړه :

کله چې په قبر کې کيښودل شوم خاورې يې راباندې واړولې او خلک راڅخه ولاړل دې وخت کې دښي طرف له لوري يو کړکئ (کلکين) را خلاص شو او په هغه باندې څو کسان راغلل ستړي مسي مو سره وکړل او بېرته په هماغه کړکي راڅخه ولاړل او دوی چې کله ولاړل زه هم راپورته شوم ما ويل راځه ته هم په دې کړکي ووځه، کله چې په کړکي باندې بيرون شوم څه ګورم چې يو زيات ښايسته باغ دی او پورته مې چې وکتل ومې ليدل چې دمازديګر مهال دی ، او چې څوګ قبر کې کښېښودل شو هلته پرې مازديګر وي که په دنياکې نيمه شپه هم وي خو په ده مازديګر وي.

مړی وايې چې له ځانه سره مي وويل چې دا خو دمازديګر دلمانځه وخت دي او هلته باغ کې ښايسته اوبه بهيدې ورغلم غوښتل مې اودس پرې وکړم خو دشاه له لوري يوې ښايسته پېغلې راغږ کړل او راته ويې ويل چې دلته لمونځونه مه کوه لمونځونه ختم شوي دي او اوس دلته اسوده ژوند کوه .

ما چې دا خبره واوريده ورته ومې ويل چې دا څه وايې زه خو ضرور لمونځ کوم لمونځ څنګه نه کوم،

هغې پيغلې نه پريښودلم ، خو ما اودس او لمونځ ته نيت وو بلاخره مې هغه پېغله په څپېړ باندې ووهله ورته ومې ويل پريږده ما، په دې وخت کې دهغې په غاړه کې هار وو هغه پرې شو او راته يي وويل چې اول به زما سره دا هار جوړوې بيا به لمونځ وکړې هغه هار يو سر ددي په لاس کې وو او بل زما تر نيمايې به مو جوړ کړی وي چې تا راباندې غږ وکړ او دغه دی راجګ شوم,

نور هېڅ پوه شوی نه يم چې وخت څه قسم تېر شو.

کله چې دهغې قبر تاريخ وکتل شو نو څلورزره(4000) کاله مخکې وفات شوی وو او په ده باندې د پنځو دقيقو په شان تېر شوي وو.

حضرت عيسی (عليه السلام) دقبر خاوند ته وويل چې ځنکدن څنګه وو هغه ورته وويل چې ځنکدن دومره سخت وو چې تر اوسه مې هم د مرۍ خوند تريخ دی په څلورو زرو کالو کې هم دځنکدن سختي ورته ياده وه.

سبحان الله.

ياالله تعالی موږ زموږ پلارونه، مېندې او ټول فاميل ته ستا رضاء رانصيب کړې ستا نږدې او پرهيزګاره بنده ګان مو جوړ کړې.

کاپي…