۱- د اواز انداز :
وَاغْضُضْ مِن صَوْتِكَ
او خپل غږ لږ ټيټ کړه
۲- د تللو انداز :
وَلَا تَمْشِ فِى الْأَرْضِ مَرَحًا
په ځمکه کې وياړلى (په تکبُر سره) مه ځه
۳- د لید لوري انداز :
لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ
ته د (هغوى دنيوي ګټو) ته سترګي مه اړوه
۴- د اوریدلو انداز:
وَلَا تَجَسَّسُوا
د چا پټ عيبونه مه لټوئ
۵- د خوارك څښاک أنداز :
كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوٓا
خورئ څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ
۶- د خبرو انداز:
وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا
خلكو ته ښې (مناسبې) خبري كوئ
۷- د ناستي(بنډار) انداز :
وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا
د ستاسو څخه دې څوک د یو بل غيبت نه كوي
۸- د خپل ځان کابو کولو انداز :
لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ
یو څوک(خېل) دې په بل چا (خېل) پورې ملڼډې نه وهي
۹- د فکرونو انداز :
إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ
حقیقت دا دی چې ځیني ګومانونه ګناه وي.
۱۰- پر یوه خبره د نظر ورکولو انداز :
وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ
هغه څه مه تعقيبوه چې درته یې علم نه وي.
ابوالهبه عبیدالله