۱- کله چې د زړه له تله خوشاله وې، پرېږده چې دغه خوشالي دې په څېره کې هم معلومه شي.
۲:د هغې موضوع په اړه قضاوت مه کوه، چې سم پرې پوهېدلی نه یې.
۳: په یاد ولره، درناوی او احترام ټول کسان تر تاثیر لاندې راولي.
۴: ورو خبرې کوه او تېز فکر.
۵: خپل هر موفقیت له واقع کېدو څخه مخکې مه اعلانوه.
۶: په یاد ولره، په ځینو وختونو کې سکوت ترټولو ښه ځواب دی.
۷:کله چې چا ته وايې، چې له تا سره مې زړه غواړي او یا ستا له شخصیت سره علاقه لرم، خپله دغه ادعا په عمل کې ورته ثابته کړئ.
۸: هڅه وکړه، چې د خپلو ماشومانو لپاره ترټولو ښه معلم ووسې.
۹:په ځینو وړو مشکلاتو باندې د لویو مشکلاتو په څېر ځان مه زیانمنوه.
۱۰:همېشه او په هر حال کې پر خدای توکل وکړه.
کاپي…