یکشنبه , 28 اپریل 2024

له دغو خوړو سره ځان د سګریټ له ناوړو اغیزو وژغورئ

په سګریټو کې شته نیکوتین زهري خاصیت لرلو سره سګریټو ته نژدې کیدوونکي حشرات له منځه وړي تر څو د تمباکو پاڼې د هغوي له ضرر څخه وژغوري. له بده مرغه په سګریټو کې شته نیکوتین د انسان بدن لپاره هم زهري خاصیت لري.

په ۴۰۰۰ کیمیاوي موادو کې چې سګریټ څښوونکی يي د نتفس له لارې بدن ته داخلوي نیکوتین تر ټولو مضر او وژوونکی کیمیاوي ماده ده.

سګریټ د نړۍ په تاریخ کې یو له مهلکو عادتو څخه ګڼل کیږي چې په مختلفو ناروغیو د انسان اخته کولو سره د هغې عمر په کمولو کې مهم رول لوبوي. سګریټ انسان له نورو ډیرو ناروغیو سربیره د سږو سرطان په ناروغۍ اخته کوي او د خولې د سرطان لامل ګرځي.

که اوږد او روغ ژوند غواړئ نو سګریټ څښل پریږدئ. دلته مو له ځینو هغو خوړو سره اشنا کوو چې له سګریټ څښلو وروسته په بدن کې د نیکوتین اندازه کمولو سره يي یوه اندازه زیان هم کموي.

کوښښ وکړئ چې د سګریټ له بلا څخه په تدریجي ډول ځان خلاص کړئ ځکه چې په یو ځل دغه مهلک عمل څخه لاس اخیستل به مو په خپل هوډ پښیمان کړي. په تدریجي ډول سګریټ څخه لاس اخیستلو سره لاندې ذکر شوي خواړه هم په ورځنۍ ډول استعمال کړئ تر څو وکولی شئ یو ځل بیا سالم او غښتلی بدن او روغتیا ولرئ.

۱- د مالټې یا نارنج اوبه: د مالټې یا نارنج اوبه له بدن څخه نیکوتین له منځه وړلو تر ټولو غوره کورنۍ درمل ګڼل کیږي په ځانګړی ډول هغو کسانو ته چې غواړي سګریټ او ورته نور عملونه پریږدي. د مالټې اوبه د بدن نورو برخو ته له زیان رسولو او د بدن د اړتیا وړ نیکوتین له منځه وړلو پرته له بدن څخه نیکوتین خارجوي. هغه کسان چې د ځینې روغتیايي ستونزو لپاره د بدن لپاره ګټوره اندازه د نیکوتین ګولۍ استعمالوي باید د مالټې اوبه استعمال نه کړي.

۲- باراکولي (Broccoli): یوازې دغې سابه له خوړلو سره خپل د بدن د نیکوتین اندازه کمولی شئ. دغه شنې پاڼې لروونکی سابه زیاته اندازه ویټامین سي (Vitamin C) او ویټامین بي ۵ (Vitamin B5) لري. سګریټ له څښلو سره په بدن کې شته ویټامین سي له منځه ځي. څیړنو ثابته کړې چې ویټامین سي د اکسیډنټ ضد (Antioxidant) خواص لرلو سره په بدن کې د ازادو رادیکالونو (Free Radicals) او زهري کیمیاوي (Toxic Chemicals) مواد له منځه وړي. دغه ویټامین چې باراکولي يي یوه غوره منبع ده ستاسې بدن له هر ډول زهري موادو څخه پاکوي.

۳- د ګازرې اوبه: نیکوتین چې کله تنفس شي دماغو ته لار پیدا کوي، د وینې سیسټم ته داخلیږي او د وینې په سیستم کې د درې ورځو لپاره پاتې کیږي او د پوټکي د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي. د الله په فضل سره د ګازرې اوبه بیا دغه منفي اغیز په له منځه وړلو کې ځانګړی رول لوبوي. د ګازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اې (Vitamin A )، ویټامین سي (Vitamin C)، ویټامین کې (Vitamin K) او ویټامین بي (Vitamin B) لري کوم چې له بدن څخه د نیکوتین په له منځه وړلو کې ځانګړی شهرت لري.

۴- اوبه: اوبه له بدن څخه هر ډول کیمیاوي او نور زهری مواد خارجوي چې نیکوتین هم د هغوي له جملې څخه دی. نیکوتین په اوبه کې په اسانۍ سره منحل کیږي نو په همدې اساس په ورځنۍ ډول ۸ ګیلاسه اوبه مو بدن له هر ډول کیمیاوي او زهري موادو لکه نیکوتین څخه پاکوي. د اوبه خوند لا ښه کولو لپاره کولی شئ له لیمو څخه استفاده وکړئ.

کاپي…